امريکايي سناتور: له افغانستانه وتل د امريکا د بهرني سياست په تاريخ کې تر ټولو شرموونکې پرېکړه وه

AP/Abdul Khaliq

اطلاعات روز: امريکايي سناتور ليندسي ګراهام واک ته د طالبانو د رسېدو د دويمې کليزې سره هممهاله، له افغانستانه د بايډن د دولت د وتلو پرېکړه د امريکا په بهرني سياست کې «تر ټولو ناسمه، وېرجنه او شرموونکې» پرېکړه ګڼلې ده.

نوموړي تېره شپه (سې‌شنبه، ۲۴ د زمري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې طالبان لا هم ښځې ځپي او تروريستي سازمانونو ته يې پناه ورکړې ده.
ګراهام ليکلي: «افغانستان يو ځل بيا د راډيکالو اسلامپالو له لوري د امريکا پر ګټو د بريد لپاره د يوه پلټفارم په توګه کارېږي.»

دې امريکايي سناتور زياته کړې، چې د امريکا «فاجعه‌ناک» پر شاتګ پر ټوله نړۍ راډيکال اسلام تحميل کړی او همدا راز يې د روسیې، چين او ايران په څېر هيوادونو ته د امريکا د ضعف سينګنال ورکړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امريکايي نظاميانو تر وتلو وروسته، طالبان ۲۰ کاله وروسته واک ته ورسېدل. له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي په تړاو د بايډن پر حکومت نيوکې کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې له افغانستانه د امريکا د وتلو پرېکړه په فوق العاده توګه سخته او په عين حال کې سمه وه.

هغه ويلي: «موږ د امريکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړه. په تېرو ۲۰ کلونو کې موږ په لومړي ځل، د امريکايي ځوانانو داسې نسل نه لرو چې په افغانستان کې وجنګېږي او ومري.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه