اطلاعات روز: امريکايي سناتور ليندسي ګراهام واک ته د طالبانو د رسېدو د دويمې کليزې سره هممهاله، له افغانستانه د بايډن د دولت د وتلو پرېکړه د امريکا په بهرني سياست کې «تر ټولو ناسمه، وېرجنه او شرموونکې» پرېکړه ګڼلې ده.
نوموړي تېره شپه (سېشنبه، ۲۴ د زمري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې طالبان لا هم ښځې ځپي او تروريستي سازمانونو ته يې پناه ورکړې ده.
ګراهام ليکلي: «افغانستان يو ځل بيا د راډيکالو اسلامپالو له لوري د امريکا پر ګټو د بريد لپاره د يوه پلټفارم په توګه کارېږي.»
دې امريکايي سناتور زياته کړې، چې د امريکا «فاجعهناک» پر شاتګ پر ټوله نړۍ راډيکال اسلام تحميل کړی او همدا راز يې د روسیې، چين او ايران په څېر هيوادونو ته د امريکا د ضعف سينګنال ورکړی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امريکايي نظاميانو تر وتلو وروسته، طالبان ۲۰ کاله وروسته واک ته ورسېدل. له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي په تړاو د بايډن پر حکومت نيوکې کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې له افغانستانه د امريکا د وتلو پرېکړه په فوق العاده توګه سخته او په عين حال کې سمه وه.
هغه ويلي: «موږ د امريکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړه. په تېرو ۲۰ کلونو کې موږ په لومړي ځل، د امريکايي ځوانانو داسې نسل نه لرو چې په افغانستان کې وجنګېږي او ومري.»
