د جلال آباد ښاریان د برېښنا له پراخې پرچاوۍ او لوړو بېلونو شکایت کوي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار چې د اوړي په موسم کې دغلته تودوخه له «٤٣» درجو هم پورته کېږي، خلک د برېښنا له پراخې پرچاوۍ شکایت کوي.

ښاریان وایي، د اوړي په موسم کې له یوه لوري د تودوخې درجه لوړه وي او له بل لوري په دې ولایت کې د برېښنا د پرچاوۍ ترڅنګ برېښنا کمزورې او بېلونه لوړ شوي، چې دوی یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي.

خلک نیوکه کوي، چې طالب چارواکي خلکو ته د برېښنا د رسونې په برخه کې لاس تر زنې ناست دي، خو د میاشتې له پوره کېدو سره سم ترې د برېښنا په بدل کې په زور یو په دوه آن یو په درې برابره د بېل پیسې ترلاسه کوي.

د جلال آباد ښار اوسېدونکی شهامت پر طالب مسوولینو غږ کوي، چې د برېښنا د پرچاوۍ او بېلونو لوړوالي مخه ونیسي او باید د یادې ستونزې د حل لپاره مناسب ګامونه واخلي.

نوموړي وویل: «دا د برق ستونزې ډېرې زیاتې دي، بېګاه هم تقزیباً  شل ځلي یا پینځلس ځلي تللی دی، دا پرچاوي څه رقم وي، پرچاوي خو معلومه وي یو ساعت یا دوه ساعته وي. ددې معلومات نه کېږي، پنځه دقیقې وي لس دقیقې نه وي، یو ساعت وي درې ساعته نه وي. دوه میاشتې په مونږ باندې شخصاً دوه زره افغانۍ بېل و، څلورنیم زره افغانۍ بېل پرې راغلی.»

خلک وایي، په وروستیو کلونو کې د جلال آباد ښار نفوس د پخوا په پرتله څو برابره لوړ شوی او اوسنۍ برېښنا ورته کفایت نه کوي.

د جلال آباد ښار یو تن هټۍ وال عبدالرحمن رحیمي وایي، په دغه ښار کې ګڼ شمېر خلک له برېښنا بې برخې دي او یاید طالب مسوولین ننګرهار مېشتو ته د کافي برېښنا په برابرولو کې رښتینې هڅې وکړي.

د ننګرهار خلک دغه راز نیوکه کوي، چې حکومتونو په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د ستونزې د حل پرځای یوازې پر وارداتي برېښنا تمرکز کړی، چې ټول زیان یې ولس، پانګه وال او صنعتکاران پرې کوي.

ننګرهار کې ټولنیز فعال خانزاده وایي، په دې ولایت کې د برېښنا وېش عادلانه نه دی او هغوی چې د زر او زور خاوندان دي له څلور ویشت ساعته برېښنا برخمن دي.

نوموړی د طالبانو پر حکومت غږ کوي، چې په هېواد کې دې د برېښنا په برخه کې د ستونزې د دایمي حل لپاره پر کونړ سیند د برېښنا بندونه جوړ کړي.

خانزاده افغان وویل: « برېښنا محدود د څو کسه سرمایدارو لپاره ده، د څو ریاستونو لپاره ده، د څو زورواکو لپاره ده، د څو هغه پرمختللو ادارو لپاره ده، نور عام خلک نه د برېښنا نه استفاده کوي او نه برېښنا لري.»

هڅه مو وکړه، چې د برېښنا په برخه کې د ولسي خلکو او د جلال آباد ښاریانو د ستونزو او نیوکو په تړاو ننګرهار کې د برېښنا ریاست لپاره د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو هغوی په دې برخه کې له نظر ورکولو ډډه وکړه.

د ننګرهار خلک وایي، د پخواني جمهوریت له سقوط وروسته په دغه ولایت کې د برېښنا د کمښت له امله خصوصي سکتور له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، چې طالبان ورته د حل په برخه کې یوازې تېر ویستوونکې ژمنې او کاذب ډاډ ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه