اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار چې د اوړي په موسم کې دغلته تودوخه له «٤٣» درجو هم پورته کېږي، خلک د برېښنا له پراخې پرچاوۍ شکایت کوي.
ښاریان وایي، د اوړي په موسم کې له یوه لوري د تودوخې درجه لوړه وي او له بل لوري په دې ولایت کې د برېښنا د پرچاوۍ ترڅنګ برېښنا کمزورې او بېلونه لوړ شوي، چې دوی یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي.
خلک نیوکه کوي، چې طالب چارواکي خلکو ته د برېښنا د رسونې په برخه کې لاس تر زنې ناست دي، خو د میاشتې له پوره کېدو سره سم ترې د برېښنا په بدل کې په زور یو په دوه آن یو په درې برابره د بېل پیسې ترلاسه کوي.
د جلال آباد ښار اوسېدونکی شهامت پر طالب مسوولینو غږ کوي، چې د برېښنا د پرچاوۍ او بېلونو لوړوالي مخه ونیسي او باید د یادې ستونزې د حل لپاره مناسب ګامونه واخلي.
نوموړي وویل: «دا د برق ستونزې ډېرې زیاتې دي، بېګاه هم تقزیباً شل ځلي یا پینځلس ځلي تللی دی، دا پرچاوي څه رقم وي، پرچاوي خو معلومه وي یو ساعت یا دوه ساعته وي. ددې معلومات نه کېږي، پنځه دقیقې وي لس دقیقې نه وي، یو ساعت وي درې ساعته نه وي. دوه میاشتې په مونږ باندې شخصاً دوه زره افغانۍ بېل و، څلورنیم زره افغانۍ بېل پرې راغلی.»
خلک وایي، په وروستیو کلونو کې د جلال آباد ښار نفوس د پخوا په پرتله څو برابره لوړ شوی او اوسنۍ برېښنا ورته کفایت نه کوي.
د جلال آباد ښار یو تن هټۍ وال عبدالرحمن رحیمي وایي، په دغه ښار کې ګڼ شمېر خلک له برېښنا بې برخې دي او یاید طالب مسوولین ننګرهار مېشتو ته د کافي برېښنا په برابرولو کې رښتینې هڅې وکړي.
د ننګرهار خلک دغه راز نیوکه کوي، چې حکومتونو په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د ستونزې د حل پرځای یوازې پر وارداتي برېښنا تمرکز کړی، چې ټول زیان یې ولس، پانګه وال او صنعتکاران پرې کوي.
ننګرهار کې ټولنیز فعال خانزاده وایي، په دې ولایت کې د برېښنا وېش عادلانه نه دی او هغوی چې د زر او زور خاوندان دي له څلور ویشت ساعته برېښنا برخمن دي.
نوموړی د طالبانو پر حکومت غږ کوي، چې په هېواد کې دې د برېښنا په برخه کې د ستونزې د دایمي حل لپاره پر کونړ سیند د برېښنا بندونه جوړ کړي.
خانزاده افغان وویل: « برېښنا محدود د څو کسه سرمایدارو لپاره ده، د څو ریاستونو لپاره ده، د څو زورواکو لپاره ده، د څو هغه پرمختللو ادارو لپاره ده، نور عام خلک نه د برېښنا نه استفاده کوي او نه برېښنا لري.»
هڅه مو وکړه، چې د برېښنا په برخه کې د ولسي خلکو او د جلال آباد ښاریانو د ستونزو او نیوکو په تړاو ننګرهار کې د برېښنا ریاست لپاره د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو هغوی په دې برخه کې له نظر ورکولو ډډه وکړه.
د ننګرهار خلک وایي، د پخواني جمهوریت له سقوط وروسته په دغه ولایت کې د برېښنا د کمښت له امله خصوصي سکتور له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، چې طالبان ورته د حل په برخه کې یوازې تېر ویستوونکې ژمنې او کاذب ډاډ ورکوي.
