جمعيت ګوند: د افغانستان په خاوره کې د نړيوالې او سيمه‌ييزې سولې پر خلاف ټول ګواښونه پياوړي شوي دي

اطلاعات روز: د صلاح الدين رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي ګوند د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کليزې په مناسبت ويلي، چې پر افغانستان د دې ډلې د «واکمنولو» له وخته، د افغانستان په خاوره کې د نړيوالې او سيمه‌ييزې سولې پر خلاف ټول ګواښونه لکه تروريزم، افراطيت، د نشه‌يي توکو قاچاق او سرحدي نښتې پياوړې شوې دي.

نن (سې‌شنبه، ۲۴ د زمري) د طالبانو په لاس د کابل له سقوط سره برابره ده.

جمعيت اسلامي ويلي، چې دوه کاله وړاندې په همدې ورځ افغانستان تر شلو کلونو وروسته «د ځانګړو داخلي او بهرنيو کړيو د توطيو او د سياسي ټولنې د يوې برخې د غفلت له وجې يو ځل بيا تاوتريخجن افراطيت، بې نظمۍ او ځپنې ته ولوېد.»

د دې ګوند په اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ عمده پيغام د خلکو د ارادې ځپل او همدا راز «په ملي او نړيواله کچه» د يوې «منفورې او منزوي» مجموعې په توګه د دې ډلې ثابتېدل دي.

دې ګوند زياته کړې: «طالبان چې د افغانستان پر ښځو او سړو هر څومره ظلم کوي، په هماغه کچه يې د افغانستان وګړو او نړيوالو دولتونو او حتا يو څو ګوتو په شمېر ملاتړو ته د دوی د نه منلو د تعامل او مليشه توب ماهيت څرګندېږي.»

د جمعيت اسلامي د ګوند په اعلاميه کې راغلي، چې «د طالبانو له تمدنه د تېښتې، نيابتي او دښمنانه» ماهيت بربنډېدل د دې ډلې د حاکميت عمر راکمولای شي.

جمعيت اسلامي زياته کړې، چې د افغانستان لپاره د طالبانو د کلتوري ګواښونو د درک له مخې د کلتوري ځواکونو په ځانګړې توګه د علماوو تحرک او انسجام اړين دی چې د ديندارۍ او د افغانستان د وګړو د کلتور په اړه د ناسم پوهاوي مخه ونيسي.

دې ګوند زياته کړې: «زموږ په باور، د طالباني تفکر د ساري ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې غفلت، ټولنه له هره اړخه ناروغه او تاوتريخجنه کوي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه