اطلاعات روز: د صلاح الدين رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي ګوند د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کليزې په مناسبت ويلي، چې پر افغانستان د دې ډلې د «واکمنولو» له وخته، د افغانستان په خاوره کې د نړيوالې او سيمهييزې سولې پر خلاف ټول ګواښونه لکه تروريزم، افراطيت، د نشهيي توکو قاچاق او سرحدي نښتې پياوړې شوې دي.
نن (سېشنبه، ۲۴ د زمري) د طالبانو په لاس د کابل له سقوط سره برابره ده.
جمعيت اسلامي ويلي، چې دوه کاله وړاندې په همدې ورځ افغانستان تر شلو کلونو وروسته «د ځانګړو داخلي او بهرنيو کړيو د توطيو او د سياسي ټولنې د يوې برخې د غفلت له وجې يو ځل بيا تاوتريخجن افراطيت، بې نظمۍ او ځپنې ته ولوېد.»
د دې ګوند په اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ عمده پيغام د خلکو د ارادې ځپل او همدا راز «په ملي او نړيواله کچه» د يوې «منفورې او منزوي» مجموعې په توګه د دې ډلې ثابتېدل دي.
دې ګوند زياته کړې: «طالبان چې د افغانستان پر ښځو او سړو هر څومره ظلم کوي، په هماغه کچه يې د افغانستان وګړو او نړيوالو دولتونو او حتا يو څو ګوتو په شمېر ملاتړو ته د دوی د نه منلو د تعامل او مليشه توب ماهيت څرګندېږي.»
د جمعيت اسلامي د ګوند په اعلاميه کې راغلي، چې «د طالبانو له تمدنه د تېښتې، نيابتي او دښمنانه» ماهيت بربنډېدل د دې ډلې د حاکميت عمر راکمولای شي.
جمعيت اسلامي زياته کړې، چې د افغانستان لپاره د طالبانو د کلتوري ګواښونو د درک له مخې د کلتوري ځواکونو په ځانګړې توګه د علماوو تحرک او انسجام اړين دی چې د ديندارۍ او د افغانستان د وګړو د کلتور په اړه د ناسم پوهاوي مخه ونيسي.
دې ګوند زياته کړې: «زموږ په باور، د طالباني تفکر د ساري ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې غفلت، ټولنه له هره اړخه ناروغه او تاوتريخجنه کوي.»
