د پاکستان لوی درستيز: په تروريستي پېښو کې د افغان وګړو ښکېلتیا سيمه‌ييزه سوله ګواښي

Photo: ISPR

اطلاعات روز: د پاکستان لوی درستيز جنرال عاصم منير پرون دوشنبه (۱۶ د زمري) ویلي، چې په پاکستان کې په تروريستي پېښو کې د «د افغان وګړو ښکېلتيا سيمه‌ييزه سوله او ټيکاو ګواښي».

د پاکستان لوی درستيز دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دغه هیواد په «ږوب» سیمه کې د چاودنۍ پړه په افغان وګړو واچوله او دوی یې پکې ښکېل وبلل.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د دفتر له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې جنرال عاصم دا څرګندونې د خيبرپښتونخوا ايالت له قبايلي مشرانو سره په يوه غونډه کې کړې دي.

ده ويلي: «په پاکستان کې په تروريستي پېښو کې د افغان اتباعو ښکېلتيا سيمه‌ييزې سولې او ټيکاو ته ګواښ دی او د افغان حکومت (د طالبانو حکومت) د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه ده».

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر له اعلاميې سره سم چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير «په افغانستان کې د ممنوعو ډلو د پناهځايونو او ازاد فعاليت» په اړه اندېښنه وښوده. ده ویلي چې «پاکستان به د تروريستي شبکو د ځپلو لپاره هر څه وکړي او په هره بيه به خپل وګړي خوندي کړي.»

پاکستان وړاندې هم ادعا کړې وه چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارېږي.

تېره مياشت د پاکستان د بلوچستان ايالت په «ږوب» او «سووۍ» سيمو کې پر پاکستاني پوځ بريدونه وشول چې ۱۲ پاکستاني پوځيان پکې ووژل شول. دا سږکال په يوه ورځ د پاکستاني ځواکونو د مړينې تر تولو لوړ شمېر وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه