اطلاعات روز: د پاکستان لوی درستيز جنرال عاصم منير پرون دوشنبه (۱۶ د زمري) ویلي، چې په پاکستان کې په تروريستي پېښو کې د «د افغان وګړو ښکېلتيا سيمهييزه سوله او ټيکاو ګواښي».
د پاکستان لوی درستيز دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دغه هیواد په «ږوب» سیمه کې د چاودنۍ پړه په افغان وګړو واچوله او دوی یې پکې ښکېل وبلل.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د دفتر له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې جنرال عاصم دا څرګندونې د خيبرپښتونخوا ايالت له قبايلي مشرانو سره په يوه غونډه کې کړې دي.
ده ويلي: «په پاکستان کې په تروريستي پېښو کې د افغان اتباعو ښکېلتيا سيمهييزې سولې او ټيکاو ته ګواښ دی او د افغان حکومت (د طالبانو حکومت) د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه ده».
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر له اعلاميې سره سم چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير «په افغانستان کې د ممنوعو ډلو د پناهځايونو او ازاد فعاليت» په اړه اندېښنه وښوده. ده ویلي چې «پاکستان به د تروريستي شبکو د ځپلو لپاره هر څه وکړي او په هره بيه به خپل وګړي خوندي کړي.»
پاکستان وړاندې هم ادعا کړې وه چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارېږي.
تېره مياشت د پاکستان د بلوچستان ايالت په «ږوب» او «سووۍ» سيمو کې پر پاکستاني پوځ بريدونه وشول چې ۱۲ پاکستاني پوځيان پکې ووژل شول. دا سږکال په يوه ورځ د پاکستاني ځواکونو د مړينې تر تولو لوړ شمېر وو.
