اطلاعات روز: پاکستاني چارواکي وایي، چې د دې هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت د باجوړ ولسوالۍ په ښار تحصيل سيمه کې پر يوې غونډې چاودنه شوې چې ۳۵ تنه يې وژلي او تر ۸۰ زيات نور ژوبل دي.
د پاکستانۍ رسنیو د راپور سره سم دغه چاودنه نن (یکشنبه، ۸ د زمري) له غرمې وروسته د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت اسلام د ګوند پر یوې غونډه شوې ده.
د باجوړ ولسوالۍ د بېړني غبرګون ادارې مشر سعد خان ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې په دې چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام د ګوند يو مهم سيمهييز مشر مولانا ضياء الله جان هم وژل شوی دی. د ده په وينا چې ژوبل کسان پېښور ښار او تيمورګرې ته لېږدل شوي دي.
د پاکستاني رسنيو په وينا چې په دې غونډه کې د جمعيت علماء اسلام نور مهم کسان هم حاضر و، خو کوم زيان ورته نه دی اوښتی.
پر ټولنيزو رسنيو په ځينو ويډیوګانو کې ليدل کېږي چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې ګڼ خلک راغونډ شوي او امبولانسونه ليدل کېږي چې مړه او ټپيان لېږدوي.
د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دا بريد غندلی دی او د پېښي په تړاو يې د پلټنې غوښتنه کړې ده.
تر اوسه هيڅ ډلې هم د دې چاودنې پړه نه ده منلې.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې په دې وروستيو کې چاودنې او بريدونه زيات شوي دي.
