د پاکستان خيبر پښتونخوا کې چاودنې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژلي او تر ۸۰ زيات ټپیان دي

Photo: via Geo News

اطلاعات روز: پاکستاني چارواکي وایي، چې د دې هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت د باجوړ ولسوالۍ په ښار تحصيل سيمه کې پر يوې غونډې چاودنه شوې چې ۳۵ تنه يې وژلي او تر ۸۰ زيات نور ژوبل دي.

د پاکستانۍ رسنیو د راپور سره سم دغه چاودنه نن (یکشنبه، ۸ د زمري) له غرمې وروسته د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت اسلام د ګوند پر یوې غونډه شوې ده.

د باجوړ ولسوالۍ د بېړني غبرګون ادارې مشر سعد خان ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې په دې چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام د ګوند يو مهم سيمه‌ييز مشر مولانا ضياء الله جان هم وژل شوی دی. د ده په وينا چې ژوبل کسان پېښور ښار او تيمورګرې ته لېږدل شوي دي.

د پاکستاني رسنيو په وينا چې په دې غونډه کې د جمعيت علماء اسلام نور مهم کسان هم حاضر و، خو کوم زيان ورته نه دی اوښتی.

پر ټولنيزو رسنيو په ځينو ويډیوګانو کې ليدل کېږي چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې ګڼ خلک راغونډ شوي او امبولانسونه ليدل کېږي چې مړه او ټپيان لېږدوي.

د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دا بريد غندلی دی او د پېښي په تړاو يې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

تر اوسه هيڅ ډلې هم د دې چاودنې پړه نه ده منلې.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې په دې وروستيو کې چاودنې او بريدونه زيات شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه