رينا اميري: افغانستان کې د ښځو ځپنه د اسلامي هيوادونو لپاره خطرناکه مخينه را منځته کوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري د سعودي عربستان په ګډون د يو شمېر اسلامي هيوادونو له استازو سره د خپلې ليدنې په اړه خبر ورکړی او ويلي يې دي چې په دې ليدنو کې هوکړه شوې چې د افغانستان د ښځو او نجونو «شديده» ځپنه د اسلامي هيوادونو لپاره «خطرناکه مخينه» رامنځته کوي.

نوموړې نن (پنج‌شنبه، ۵ د زمري) پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې په وروستي ځل متحده عربي اماراتو ته تللې او د البانيا، بنګله دېش، مراکش، سعودي عربستان، تونس او د اسلامي همکارۍ د سازمان له استازو سره يې خبرې کړې دي.

اميري خپلې خبرې «هيله‌ بښونکې» ګڼلي او ويلي يې دي چې د هيوادونو استازو څرګنده کړې چې په اسلام کې د ښځو حقونه خوندي دي.

دې ليکلي: «په پراخه توګه دا توافق موجود و چې د افغان ښځو او نجونو شديده ځپنه د هغو هيوادونو لپاره چې مسلمانان پکې اکثريت دي، يوه خطرناکه مخينه پرېږدي».

اميري ټينګار کړی چې د طالبانو ځپونکي سياستونه بايد عادي نشي او نړۍ بايد د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي.

اوس مهال طالبانو ښځې او نجونې له زده کړو، کار او ازاد تګ – راتګ څخه بې برخې کړې دي.

اميري په وروستيو کې ويلي، چې د هيوادونو له استازو سره يې توافق کړی چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره به ډيپلوماټيکو هلو-ځلو او پر همکارۍ ولاړ ملاتړ ته دوام ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه