اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري د سعودي عربستان په ګډون د يو شمېر اسلامي هيوادونو له استازو سره د خپلې ليدنې په اړه خبر ورکړی او ويلي يې دي چې په دې ليدنو کې هوکړه شوې چې د افغانستان د ښځو او نجونو «شديده» ځپنه د اسلامي هيوادونو لپاره «خطرناکه مخينه» رامنځته کوي.
نوموړې نن (پنجشنبه، ۵ د زمري) پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې په وروستي ځل متحده عربي اماراتو ته تللې او د البانيا، بنګله دېش، مراکش، سعودي عربستان، تونس او د اسلامي همکارۍ د سازمان له استازو سره يې خبرې کړې دي.
اميري خپلې خبرې «هيله بښونکې» ګڼلي او ويلي يې دي چې د هيوادونو استازو څرګنده کړې چې په اسلام کې د ښځو حقونه خوندي دي.
دې ليکلي: «په پراخه توګه دا توافق موجود و چې د افغان ښځو او نجونو شديده ځپنه د هغو هيوادونو لپاره چې مسلمانان پکې اکثريت دي، يوه خطرناکه مخينه پرېږدي».
اميري ټينګار کړی چې د طالبانو ځپونکي سياستونه بايد عادي نشي او نړۍ بايد د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي.
اوس مهال طالبانو ښځې او نجونې له زده کړو، کار او ازاد تګ – راتګ څخه بې برخې کړې دي.
اميري په وروستيو کې ويلي، چې د هيوادونو له استازو سره يې توافق کړی چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره به ډيپلوماټيکو هلو-ځلو او پر همکارۍ ولاړ ملاتړ ته دوام ورکوي.
