اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ له پولې پورې غاړه د پاکستاني ځواکونو له لوري توپچې بریدونه شوي دي.
د سرچینې په حواله چې دغه بریدونه تېره ورځ (دوشنبه، ۲ د زمري) له «فرضي کرښې» پورې غاړه له شوال سیمې شوي او د برمل ولسوالۍ اړوند په «کونډ» سیمه لګېدلي دي.
د دغو بریدونو له امله د اوښتي ځاني زیان په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم په پکتیکا کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د پېښې پخلی کړی دی.
برمل چې له جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري، دغلته د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د شتون راپورونه ورکول شوي او سرچینو هم د پاکستاني ځواکونو د دغو بریدونو هدف پر ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان بللی دی.
پاکستان حکومت بار، بار په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو له شتون اندېښنه څرګنده کړې او ګواښ یې کړی چې دوی به د خپلې خاورې د دفاع لپاره له کرښې پورې غاړه هم خپل وسله وال مخالفین په نښه کړي.
څه موده وړاندې د پاکستاني پوځیانو او افغان طالبانو ترمنځ هم په برمل ولسوالۍ کې نښته شوې وه، چې دواړو غاړو ته پکې مرګ، ژوبله هم اوښتې وه.
