پاکستاني ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ توپچي بریدونه کړي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ له پولې پورې غاړه د پاکستاني ځواکونو له لوري توپچې بریدونه شوي دي.

د سرچینې په حواله چې دغه بریدونه  تېره ورځ (دوشنبه، ۲ د زمري) له «فرضي کرښې» پورې غاړه له شوال سیمې شوي او د برمل ولسوالۍ اړوند په «کونډ» سیمه لګېدلي دي.

د دغو بریدونو له امله د اوښتي ځاني زیان په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم په پکتیکا کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د پېښې پخلی کړی دی.

برمل چې له جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري، دغلته د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د شتون راپورونه ورکول شوي او سرچینو هم د پاکستاني ځواکونو د دغو بریدونو هدف پر ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان بللی دی.

پاکستان حکومت بار، بار په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو له شتون اندېښنه څرګنده کړې او ګواښ یې کړی چې دوی به د خپلې خاورې د دفاع لپاره له کرښې پورې غاړه هم خپل وسله وال مخالفین په نښه کړي.

څه موده وړاندې د پاکستاني پوځیانو او افغان طالبانو ترمنځ هم په برمل ولسوالۍ کې نښته شوې وه، چې دواړو غاړو ته  پکې مرګ، ژوبله هم اوښتې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه