مک کال: افغانستان ته د بهرنيو چارواکو سفر د طالبانو حکومت ته مشروعيت ورکوي

Michael Brochstein/Sipa USA via REUTERS

اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال افغانستان ته د بهرنيو چارواکو پر سفر نيوکه کړې او ويلي یې دي، چې دا سفرونه د طالبانو حکومت عادي ښیي او مشروعيت ورته ورکوي.

مک کال د امريکا د بهرنيو چارو وزیر آنټوني بلينکن ته په لېږل شوي ليک کې ويلي، چې دی د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امريکايي چارواکو له سفر سره په کلکه مخالف دی.

د مک کال په ليک کې ويل شوي، چې له افغانستانه د امريکا تر وتلو وروسته، د متحده ايالاتو هيڅ دولتي چارواکي دې هيواد ته سفر نه دی کړی خو بيا هم امريکايي چارواکي هره اونۍ په قطر کې د طالبانو له استازو سره ويني.

ده ويلي، چې دا اونيزې غونډې له طالبانو سره د متحده ايالاتو په تعامل کې تر اړتيا زياتې دي.

مک کال زياته کړې، چې په دې وروستيو کې بهرنيو چارواکو افغانستان ته سفرونه پېل کړي چې د طالبانو د رژيم له عادي ښودنې سره مرسته کوي.

په دې وروستيو کې د برېتانيا د پارلمان يو استازي افغانستان ته تر سفر وروسته د طالبانو ستاينه کړې وه، خو تر پراخو نيوکو وروسته يې بښنه وغوښتله.

د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس ويلي: «هيڅ هيواد هم د القاعدې د فعال ملاتړ، د ښځو او لږکيو د بې رحمانه ځپنې او نورو دلايلو له وجې طالبان د افغانستان د رسمي دولت په توګه په رسميت نه دي پېژندلي. له طالبانو سره د ليدنې لپاره افغانستان ته سفر، په افغانستان کې د هغوی حاکم حکومت ته مشروعيت ورکوي.»

ده زياته کړې، چې افغانستان ته سفر د متحده ايالاتو لپاره هیڅ ګټه نه لري او يوازې طالبان زړور کوي.

مک کال زياته کړې، چې طالبانو خپل چلند بدتر کړی او د امریکايي وګړو يرغمل نيونې، په بشري مرستو کې د خنډ پېښولو، پر دولتي دندو د القاعدې د غړو ټاکنې او د ښځو او نجونو په تړاو د سختدريځو قوانينو پلي کولو ته دوام ورکوي.

ده ټينګار کړی: «د طالبانو په اوسني رژيم کې افغانستان ته د امريکايي چارواکو د سفر هڅه، د وژل شويو له ياد او هغو ميليونونو افغانانو سره فاحش خیانت دی چې لا هم يوه ازاد، پرمختللي او ډيموکراټيک افغانستان ته هېله‌مند دي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه