اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال افغانستان ته د بهرنيو چارواکو پر سفر نيوکه کړې او ويلي یې دي، چې دا سفرونه د طالبانو حکومت عادي ښیي او مشروعيت ورته ورکوي.
مک کال د امريکا د بهرنيو چارو وزیر آنټوني بلينکن ته په لېږل شوي ليک کې ويلي، چې دی د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امريکايي چارواکو له سفر سره په کلکه مخالف دی.
د مک کال په ليک کې ويل شوي، چې له افغانستانه د امريکا تر وتلو وروسته، د متحده ايالاتو هيڅ دولتي چارواکي دې هيواد ته سفر نه دی کړی خو بيا هم امريکايي چارواکي هره اونۍ په قطر کې د طالبانو له استازو سره ويني.
ده ويلي، چې دا اونيزې غونډې له طالبانو سره د متحده ايالاتو په تعامل کې تر اړتيا زياتې دي.
مک کال زياته کړې، چې په دې وروستيو کې بهرنيو چارواکو افغانستان ته سفرونه پېل کړي چې د طالبانو د رژيم له عادي ښودنې سره مرسته کوي.
په دې وروستيو کې د برېتانيا د پارلمان يو استازي افغانستان ته تر سفر وروسته د طالبانو ستاينه کړې وه، خو تر پراخو نيوکو وروسته يې بښنه وغوښتله.
د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس ويلي: «هيڅ هيواد هم د القاعدې د فعال ملاتړ، د ښځو او لږکيو د بې رحمانه ځپنې او نورو دلايلو له وجې طالبان د افغانستان د رسمي دولت په توګه په رسميت نه دي پېژندلي. له طالبانو سره د ليدنې لپاره افغانستان ته سفر، په افغانستان کې د هغوی حاکم حکومت ته مشروعيت ورکوي.»
ده زياته کړې، چې افغانستان ته سفر د متحده ايالاتو لپاره هیڅ ګټه نه لري او يوازې طالبان زړور کوي.
مک کال زياته کړې، چې طالبانو خپل چلند بدتر کړی او د امریکايي وګړو يرغمل نيونې، په بشري مرستو کې د خنډ پېښولو، پر دولتي دندو د القاعدې د غړو ټاکنې او د ښځو او نجونو په تړاو د سختدريځو قوانينو پلي کولو ته دوام ورکوي.
ده ټينګار کړی: «د طالبانو په اوسني رژيم کې افغانستان ته د امريکايي چارواکو د سفر هڅه، د وژل شويو له ياد او هغو ميليونونو افغانانو سره فاحش خیانت دی چې لا هم يوه ازاد، پرمختللي او ډيموکراټيک افغانستان ته هېلهمند دي.»
