اطلاعات روز: د برېتانيا د پارلمان د منتخبې دفاعي کميټې رييس توبياس الووډ له طالبانو سره د تعامل او په افغانستان کې د دې هيواد د سفارت د پرانيستو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په خپله مقاله کې چې پرون (يکشنبه، ۲۵ د چنګاښ) په «ټلګراف» ورځپاڼه کې خپره شوې، ليکلي چې زه تازه له افغانستان څخه چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو دوه کاله وروسته «بدل» شوی، راغلی يم.
د برېتانيا د پارلمان د منتخبې دفاعي کميټې رييس په دې مقاله کې کښلي چې امنيت ښه شوی دی، خلک په ازاده توګه سفر کوي، د پخواني دولت پراخ فساد چې پر هره سطح يې اغېز کړی و ختم شوی او ظاهرا په تور بازار کې د نشه يي توکو سوداګري ختمه شوې ده.
ده ليکلي: «زما ورور شل کاله وړاندې د افراطي اسلامپالو له لوري ووژل شو. زه پوهېږم چې د دوی سياستونه به هيڅکله هم زموږ له ارمانونو سره همغږي نشي. خو زه د داسې ناخپرو شويو سازشونو شاهد وم چې له جنګه ستړی ملت يې اوس مهال منلو ته تيار دی.»
ښاغلي توبياس د افغانستان خرابېدونکي وضعيت او د پراخو بشري مرستو اړتيا ته اشاره کړې او له افغانستان سره د برېتانيا د ډيپلوماټيک چلند د ارزونې غوښتنه يې کړې ده.
ده زياته کړې، چې که لوېديځ په همداسې توګه خپلې غوسې ته دوام ورکړي نو شونې ده چې يوه بله تېروتنه وکړي او افغانستان به په مالي توګه سقوط ته بوزي او په دې توګه به د بې ثباتۍ، تروريزم او کډوالۍ يوه بله څپه راپورته شي.
د برېتانيا د پارلمان د منتخبې دفاعي کميټې رييس ويلي، چې د افغانستان په تړاو «عملي» ستراتېژي او د ښځو پر حقونو بنديزونه د مذاکرې او تفاهم لپاره د ابزارو په توګه کارېدلای شي.
ده ليکلي: «لومړی اقدام زموږ د سفارت پرانيستل دي. دويم قدم دادی چې واقعبين واوسو. د افغانستان راتلونکی کېدلای شي چې يا دويم جنګ وي او يا هم د چين لاسپوڅيتوب. دويمه لار چې زه يې وينم، که څه هم په اړه يې د ناراحتۍ احساس کوو، هغه د دويم ځل فکر کولو او د دويم ځل تعامل اړتيا ده.»
د برېتانيا د پارلمان د منتخبې دفاعي کميټې رييس په داسې حال کې د افغانستان په اړه يو مثبت ليدلوری وړاندې کړی چې پر هيواد د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته دا هيواد له پراخېدونکي بشري کړکېچ سره مخ دی او د دې ډلې د بشري حقونو د نقض په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
له دې سره – سره، د افغانستان وګړو په خپلو اعتراضونو کې بيا-بيا د نړۍ له هيوادونو غوښتي چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي او همدا راز يې له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې دا ډله په رسميت ونه پېژني.
