د برېتانيا د پارلمان د دفاعي کميټې رييس کابل کې د دغه هيواد د سفارت پرانيستو غوښتونکی شو

via Sky News

اطلاعات روز: د برېتانيا د پارلمان د منتخبې دفاعي کميټې رييس توبياس الووډ له طالبانو سره د تعامل او په افغانستان کې د دې هيواد د سفارت د پرانيستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په خپله مقاله کې چې پرون (يکشنبه، ۲۵ د چنګاښ) په «ټلګراف» ورځپاڼه کې خپره شوې، ليکلي چې زه تازه له افغانستان څخه چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو دوه کاله وروسته «بدل» شوی، راغلی يم.

د برېتانيا د پارلمان د منتخبې دفاعي کميټې رييس په دې مقاله کې کښلي چې امنيت ښه شوی دی، خلک په ازاده توګه سفر کوي، د پخواني دولت پراخ فساد چې پر هره سطح يې اغېز کړی و ختم شوی او ظاهرا په تور بازار کې د نشه يي توکو سوداګري ختمه شوې ده.

ده ليکلي: «زما ورور شل کاله وړاندې د افراطي اسلامپالو له لوري ووژل شو. زه پوهېږم چې د دوی سياستونه به هيڅکله هم زموږ له ارمانونو سره همغږي نشي. خو زه د داسې ناخپرو شويو سازشونو شاهد وم چې له جنګه ستړی ملت يې اوس مهال منلو ته تيار دی.»

ښاغلي توبياس د افغانستان خرابېدونکي وضعيت او د پراخو بشري مرستو اړتيا ته اشاره کړې او له افغانستان سره د برېتانيا د ډيپلوماټيک چلند د ارزونې غوښتنه يې کړې ده.

ده زياته کړې، چې که لوېديځ په همداسې توګه خپلې غوسې ته دوام ورکړي نو شونې ده چې يوه بله تېروتنه وکړي او افغانستان به په مالي توګه سقوط ته بوزي او په دې توګه به د بې ثباتۍ، تروريزم او کډوالۍ يوه بله څپه راپورته شي.

د برېتانيا د پارلمان د منتخبې دفاعي کميټې رييس ويلي، چې د افغانستان په تړاو «عملي» ستراتېژي او د ښځو پر حقونو بنديزونه د مذاکرې او تفاهم لپاره د ابزارو په توګه کارېدلای شي.

ده ليکلي: «لومړی اقدام زموږ د سفارت پرانيستل دي. دويم قدم دادی چې واقعبين واوسو. د افغانستان راتلونکی کېدلای شي چې يا دويم جنګ وي او يا هم د چين لاسپوڅي‌توب. دويمه لار چې زه يې وينم، که څه هم په اړه يې د ناراحتۍ احساس کوو، هغه د دويم ځل فکر کولو او د دويم ځل تعامل اړتيا ده.»

د برېتانيا د پارلمان د منتخبې دفاعي کميټې رييس په داسې حال کې د افغانستان په اړه يو مثبت ليدلوری وړاندې کړی چې پر هيواد د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته دا هيواد له پراخېدونکي بشري کړکېچ سره مخ دی او د دې ډلې د بشري حقونو د نقض په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

له دې سره – سره، د افغانستان وګړو په خپلو اعتراضونو کې بيا-بيا د نړۍ له هيوادونو غوښتي چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي او همدا راز يې له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې دا ډله په رسميت ونه پېژني.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه