طالبانو ارزګان کې لسګونه هټۍ د بهرنیو اسعارو د کارونې په تور تړلي

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې طالب مسوولين خبر ورکوي چې په لسګونه هغه هټۍ يې تړلي او هټۍوال يې محکمې ته معرفي کړي چې په بهرنيو اسعارو يې راکړه ورکړه کوله.

د هېواد په سویل‌ او سویل ختیځو ولایتونو کې له کلونو راهیسې د افغانيو پر ځای نږدې ټوله راکړه ـ ورکړه پر پاکستانۍ کالدارو ترسره کېږي چې د وخت حکومتونو یې تل پر وړاندې دریدلي، خو په خپلو پریکړو کې جدي نه دي پاتې شوي.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس اغاولي قريشي نن (دوشنبه، ۲۶ د چنګاښ) خبریالانو ته وویل، چې دوی له تېرو دريو ورځو راهیسې په ترينکوټ ښار کې د افغانيو د ترويج لپاره خپلې هڅې جدي کړي او ټول هغه کسان نيسي چې په بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه کوي.

نوموړی زیاتوي، تراوسه يې په لسګونه هټۍ د بهرنيو اسعارو د کاروني په تور تړلي او هټۍوال يې محکمې ته معرفي کړي دي.

نوموړي زياته کړه: «په ترينکوټ ښار کې نن ګڼ شمير دوکانونه ليدل کېږي چې هغه تړل شوي دا په دې هدف چې د افغانيو د ترويج څخه يې سرغړونه کړې ځکه نو د ترويج کميټې او د نرخونو کميټې ورته دوکانونه تړلي دي.»

د ترينکوټ ښار اوسيدونکي که څه هم د افغانيو په ترویج خوښ دي، خو په ټول ولايت کې د افغانيو په دودولو، د بانک نوټونو په زياتيدو او د نرخونو د کنټرول غوښتنه کوي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي، که يې غوښتنې عملي شي دوی هم د افغانيو ترويج ته ژمن دي او د افغانيو کارونه يې ملي مسووليت دی.

طالب مسوولين بیا ژمنه کوي چې په ټول ولايت کې به د افغانيو د دودولو لپاره عملي اقدامات ترسره کوي، نرخونو به کنټرول او د خلکو د اړتيا وړ افغانۍ به ښار ته وړاندې کوي.

ارزګان کې د افغانستان بانک لپاره د طالبانو ولایتي مسوول عبدالقیوم حقپال وایي، چې دې ولایت ته یې د اړتیا وړ افغانۍ انتقال کړي دي.

ارزګان کې داسې مهال د زيات شمير هټيو د تړلو خبر ورکول کيږي چې څو ورځې وړاندې په دې ولايت کې د طالبانو والي علي جان احمد يوې غونډه کې قسم کړی و چې په دې ولايت کې به په کلکه توګه د بهرنيو اسعارو مخه نيسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه