اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې طالب مسوولين خبر ورکوي چې په لسګونه هغه هټۍ يې تړلي او هټۍوال يې محکمې ته معرفي کړي چې په بهرنيو اسعارو يې راکړه ورکړه کوله.
د هېواد په سویل او سویل ختیځو ولایتونو کې له کلونو راهیسې د افغانيو پر ځای نږدې ټوله راکړه ـ ورکړه پر پاکستانۍ کالدارو ترسره کېږي چې د وخت حکومتونو یې تل پر وړاندې دریدلي، خو په خپلو پریکړو کې جدي نه دي پاتې شوي.
ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس اغاولي قريشي نن (دوشنبه، ۲۶ د چنګاښ) خبریالانو ته وویل، چې دوی له تېرو دريو ورځو راهیسې په ترينکوټ ښار کې د افغانيو د ترويج لپاره خپلې هڅې جدي کړي او ټول هغه کسان نيسي چې په بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه کوي.
نوموړی زیاتوي، تراوسه يې په لسګونه هټۍ د بهرنيو اسعارو د کاروني په تور تړلي او هټۍوال يې محکمې ته معرفي کړي دي.
نوموړي زياته کړه: «په ترينکوټ ښار کې نن ګڼ شمير دوکانونه ليدل کېږي چې هغه تړل شوي دا په دې هدف چې د افغانيو د ترويج څخه يې سرغړونه کړې ځکه نو د ترويج کميټې او د نرخونو کميټې ورته دوکانونه تړلي دي.»
د ترينکوټ ښار اوسيدونکي که څه هم د افغانيو په ترویج خوښ دي، خو په ټول ولايت کې د افغانيو په دودولو، د بانک نوټونو په زياتيدو او د نرخونو د کنټرول غوښتنه کوي.
د دې ولايت اوسيدونکي وايي، که يې غوښتنې عملي شي دوی هم د افغانيو ترويج ته ژمن دي او د افغانيو کارونه يې ملي مسووليت دی.
طالب مسوولين بیا ژمنه کوي چې په ټول ولايت کې به د افغانيو د دودولو لپاره عملي اقدامات ترسره کوي، نرخونو به کنټرول او د خلکو د اړتيا وړ افغانۍ به ښار ته وړاندې کوي.
ارزګان کې د افغانستان بانک لپاره د طالبانو ولایتي مسوول عبدالقیوم حقپال وایي، چې دې ولایت ته یې د اړتیا وړ افغانۍ انتقال کړي دي.
ارزګان کې داسې مهال د زيات شمير هټيو د تړلو خبر ورکول کيږي چې څو ورځې وړاندې په دې ولايت کې د طالبانو والي علي جان احمد يوې غونډه کې قسم کړی و چې په دې ولايت کې به په کلکه توګه د بهرنيو اسعارو مخه نيسي.
