ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ له کبله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست طالب چارواکي وایي، چې د روان کال له پېل راهیسې په دغه ولایت کې د کانګو تبې ۲۳ شکمن ناروغان روغتون کې شوې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو د ساري او بیړنیو پېښو ولایتي مسوول ډاکټر عبدالرشید وفا وایي، چې د روان  لمریز کال له پېله تراوسه په ټولیزه توګه ننګرهار کې پر کانګو ناروغۍ ۲۳ شکمن ناروغان په روغتون کې بستر شوي له ډلې یې د پنځو تنو پېښې مثبت شوي دي.

د هغه په خبره د یادو ناروغانو له ډلې له لوی اختر وروسته دوه تنه چې پر کانګو ناروغۍ اخته شوي وو، خپل ژوند بایللی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې اوس مهال د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د کانګو ناروغانو لپاره شپږ بستره ځانګړي شوي، چې ۳ یې د نارینه او ۳ یې د ښځینه وو لپاره دي خو په خبره یې ناروغان ته په کتو بسنه نه کوي.

خو یوې بلې روغتیایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې له لوی اختر وروسته په ختیځ او ځانګړي ډول ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ پېښې د تیرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتې شوي چې له امله یې ګڼ شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کانګو ناروغۍ د کنې په وسیله له څارویو انسانانو ته انتقالیږي. انځور: خواله رسنۍ

بلخوا د انتاني ناروغیو ډاکتر خلیل الله وایي، کانګو تبه یوه وژونکې ناروغۍ ده چې ډیر کله دا ناروغۍ د هوا په ګرمیدو او د لوی اختر په جریان کې کله چې خلک د څارویو سره تماس کوی وده کوی.

نوموړی زیاتوي یاده ناروغۍ د ټوخې د چیچلو یا د وینې یا د اخته څارویو او انسانانو له مړو سره د تماس له لارې لیږدول کیږی.

نوموړی زیاتوي د کانګو وینه ‌بهونکې تبه یوه وژونکې مکروبي (ویروسي) ناروغې ده چې د ورږې «کنې» چیچلو له لارې انسان او حیوان ته خپرېږي‎.

د هغه په خبره، سخته تبه، د سر درد، د غړو درد، د غاړې شخ‌والی، د ملا درد، د سترګو سوروالی، له روښنايۍ وېره چې زړه‌بدوالی او کانګې ورسره مل وي، د نس درد او اسهال د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې دي.

هغه زیاته کړه، دغه نښې نښانې له دوو تر درېیو ورځو د بې‌خوبۍ، خپګان او غوسه کېدو لامل ګرځي او د وخت په تېرېدو سره ناروغۍ سختېږي، پر پوستکي د سرو او شنو داغونو، د پزې او وریو وینې کېدو او په قی او غایطه موادو کې د وینې پیدا کېدو لامل ګرځي.

دغه راز عام خلک هم د کانګو ناروغۍ زیاتوالي اندیښمن کړي او د مخنیوي په برخه کې یې روغتیایي چارواکي پاتې بولي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی فضل الحالق وایي، تراوسه زیاتره خلک د کانګو ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی نه لري، چې له امله یې د یادې ناروغۍ د زیاتو پېښو د خپریدو احتمال شته.

ډاکتران خلکو ته سپارښتنه کوي چې د کانګو ناروغۍ څخه د مخنیوي په برخه کې دې له څارویو سره د تماس پرمهال ماسک، دستکشې، موزې او ځانګړی لباس وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر وړاندې، د کانګو یا د وینې بهوونکې تبې له خپرېدو اندېښنه ښودلې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه