اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست طالب چارواکي وایي، چې د روان کال له پېل راهیسې په دغه ولایت کې د کانګو تبې ۲۳ شکمن ناروغان روغتون کې شوې دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو د ساري او بیړنیو پېښو ولایتي مسوول ډاکټر عبدالرشید وفا وایي، چې د روان لمریز کال له پېله تراوسه په ټولیزه توګه ننګرهار کې پر کانګو ناروغۍ ۲۳ شکمن ناروغان په روغتون کې بستر شوي له ډلې یې د پنځو تنو پېښې مثبت شوي دي.
د هغه په خبره د یادو ناروغانو له ډلې له لوی اختر وروسته دوه تنه چې پر کانګو ناروغۍ اخته شوي وو، خپل ژوند بایللی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې اوس مهال د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د کانګو ناروغانو لپاره شپږ بستره ځانګړي شوي، چې ۳ یې د نارینه او ۳ یې د ښځینه وو لپاره دي خو په خبره یې ناروغان ته په کتو بسنه نه کوي.
خو یوې بلې روغتیایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې له لوی اختر وروسته په ختیځ او ځانګړي ډول ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ پېښې د تیرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتې شوي چې له امله یې ګڼ شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخوا د انتاني ناروغیو ډاکتر خلیل الله وایي، کانګو تبه یوه وژونکې ناروغۍ ده چې ډیر کله دا ناروغۍ د هوا په ګرمیدو او د لوی اختر په جریان کې کله چې خلک د څارویو سره تماس کوی وده کوی.
نوموړی زیاتوي یاده ناروغۍ د ټوخې د چیچلو یا د وینې یا د اخته څارویو او انسانانو له مړو سره د تماس له لارې لیږدول کیږی.
نوموړی زیاتوي د کانګو وینه بهونکې تبه یوه وژونکې مکروبي (ویروسي) ناروغې ده چې د ورږې «کنې» چیچلو له لارې انسان او حیوان ته خپرېږي.
د هغه په خبره، سخته تبه، د سر درد، د غړو درد، د غاړې شخوالی، د ملا درد، د سترګو سوروالی، له روښنايۍ وېره چې زړهبدوالی او کانګې ورسره مل وي، د نس درد او اسهال د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې دي.
هغه زیاته کړه، دغه نښې نښانې له دوو تر درېیو ورځو د بېخوبۍ، خپګان او غوسه کېدو لامل ګرځي او د وخت په تېرېدو سره ناروغۍ سختېږي، پر پوستکي د سرو او شنو داغونو، د پزې او وریو وینې کېدو او په قی او غایطه موادو کې د وینې پیدا کېدو لامل ګرځي.
دغه راز عام خلک هم د کانګو ناروغۍ زیاتوالي اندیښمن کړي او د مخنیوي په برخه کې یې روغتیایي چارواکي پاتې بولي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی فضل الحالق وایي، تراوسه زیاتره خلک د کانګو ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی نه لري، چې له امله یې د یادې ناروغۍ د زیاتو پېښو د خپریدو احتمال شته.
ډاکتران خلکو ته سپارښتنه کوي چې د کانګو ناروغۍ څخه د مخنیوي په برخه کې دې له څارویو سره د تماس پرمهال ماسک، دستکشې، موزې او ځانګړی لباس وکاروي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر وړاندې، د کانګو یا د وینې بهوونکې تبې له خپرېدو اندېښنه ښودلې وه.
