روان کال په هيواد کې طبيعي پېښو د ۱۵۱ افرادو ژوند اخيستی دی

عکس: لېږل شوی

اطلاعات روز: طبيعي پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت اعلان کړی دی چې د روان لمريز کال له حمل مياشتې څخه بيا تر اوسه په ټول هيواد کې ۱۵۱ افراد د طبيعي پېښو له وجې مړه شوي دي.

د دې وزارت وياند شفيع الله رحيمي نن (سې‌شنبه، ۱۳ د چنګاښ) د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي دي چې په دې حوادثو کې ۲۲۵ نفر ژوبل شوي هم دي.

ده زياته کړې ده چې په دې پېښو کې دوه زره او ۱۲۲ د اوسېدنې کورونه په بشپړه توګه تخريب شوي او درې زره او ۲۷۹ څاروي له منځه تللي دي.

د ښاغلي رحيمي په وينا، په دې پېښو کې ۱۵ زره او ۲۷۰ جريبه کرنيزه ځمکه او د مېوې باغونه تخريب شوي دي.

ده زياته کړې ده چې د طالبانو پېښو ته د رسيدګۍ وزارت د داخلي او نړيوالو موسسو په همکارۍ له حمل مياشتې څخه تر اوسه له هغو ۷۸ زره کورنيو سره بشرپالې مرستې کړې دي چې له طبيعي پېښو زيانمنې شوې دي.

طبيعي حوادثو ته د رسيدګۍ په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ويلي دي چې ډېری پېښي د سيلابونو او سختو توپانونو له کبله پېښي شوې دي. د پسرلي او ژمي په فصلونو کې طبيعي پېښي هر کال په بېلابېلو ولايتونو کې هيوادوالو ته پراخ مالي او ځاني زيانونه اړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه