اطلاعات روز: طبيعي پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت اعلان کړی دی چې د روان لمريز کال له حمل مياشتې څخه بيا تر اوسه په ټول هيواد کې ۱۵۱ افراد د طبيعي پېښو له وجې مړه شوي دي.
د دې وزارت وياند شفيع الله رحيمي نن (سېشنبه، ۱۳ د چنګاښ) د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي دي چې په دې حوادثو کې ۲۲۵ نفر ژوبل شوي هم دي.
ده زياته کړې ده چې په دې پېښو کې دوه زره او ۱۲۲ د اوسېدنې کورونه په بشپړه توګه تخريب شوي او درې زره او ۲۷۹ څاروي له منځه تللي دي.
د ښاغلي رحيمي په وينا، په دې پېښو کې ۱۵ زره او ۲۷۰ جريبه کرنيزه ځمکه او د مېوې باغونه تخريب شوي دي.
ده زياته کړې ده چې د طالبانو پېښو ته د رسيدګۍ وزارت د داخلي او نړيوالو موسسو په همکارۍ له حمل مياشتې څخه تر اوسه له هغو ۷۸ زره کورنيو سره بشرپالې مرستې کړې دي چې له طبيعي پېښو زيانمنې شوې دي.
طبيعي حوادثو ته د رسيدګۍ په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ويلي دي چې ډېری پېښي د سيلابونو او سختو توپانونو له کبله پېښي شوې دي. د پسرلي او ژمي په فصلونو کې طبيعي پېښي هر کال په بېلابېلو ولايتونو کې هيوادوالو ته پراخ مالي او ځاني زيانونه اړوي.
