مايک پامپيو: کلونه به افغانستان کې د بايډن د تېروتنې زيان پرې کوو

Steven Senne/AP Photo

اطلاعات روز: د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دغه هېواد د اوسني ولسمشر جوبایډن د ادارې له خوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر مدیریت سختې نیوکې کړې دي.

ښاغلي پامپيو نن (سې‌شنبه، ۱۳ د چنګاښ) په پرلپسې ټويټونو کې له افغانستانه د تخليې د بهير په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وروستی راپور د تېروتنو «پټول» ګڼلي دي.

ده زياته کړې: «دوی هڅه کوي چې نور پړه وښيي او خپل ځان پړ ونه ښيي؛ خو دا وضاحت نه ورکوي چې زموږ [د ټرمپ حکومت] له شرايطو سره سمه تګلاره ولې پرېښودل شوه.»

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير ویلي، چې د بايډن اداره همدا راز وضاحت نه ورکوي چې د ملکيانو تر وتلو وړاندې يې ولې د باګرام هوايي اډه پرېښوده او ولې يې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر يوولسمه نېټه له افغانستانه د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړه.

ښاغلي پامپيو دا وضعيت «د رهبرۍ بشپړه ماتې» ګڼلې او زياته کړې يې ده چې د افغانستان فاجعه‌ناک وضعيت پوتين وهڅاوه چې پر اوکراين بريد وکړي.

ده ويلي، چې «کمزوري پاروونکی ده او موږ به کلونه د دې تېروتنو تاوان پرې کوو».

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له افغانستانه د تخليې د بهير په تړاو محرم راپور خپور کړی او په هغه کې يې له افغانستانه د امريکايي نظاميانو د وتلو په اړه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبايډن پر پرېکړو نيوکې شوې دي.

په دې راپور کې راغلي، چې د دواړو ولسمشرانو بايډن او ټرمپ پرېکړو د افغانستان د پخواني حکومت د دوام او امنيت لپاره جدي پايلې درلودې.

تر دې وړاندې د سپينې ماڼۍ يوه راپور له افغانستانه د امريکايي نظاميانو د وتلو د پايلو پړه پر ډونالډ ټرمپ او د هغه پر حکومت اچولې وه.

امريکايي ځواکونه د افغانستان په چارو کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د رییس الوزرا د اوسني مرستيال عبدالغني برادر تر منځ د دوحې هوکړه لیک تر لاسليکېدو وروسته له افغانستانه ووتل.

دا هوکړه ‌ليک په هغو مراسمو کې لاسليک شو چې پامپيو پکې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په حيث ګډون کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه