اطلاعات روز: د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دغه هېواد د اوسني ولسمشر جوبایډن د ادارې له خوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر مدیریت سختې نیوکې کړې دي.
ښاغلي پامپيو نن (سېشنبه، ۱۳ د چنګاښ) په پرلپسې ټويټونو کې له افغانستانه د تخليې د بهير په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وروستی راپور د تېروتنو «پټول» ګڼلي دي.
ده زياته کړې: «دوی هڅه کوي چې نور پړه وښيي او خپل ځان پړ ونه ښيي؛ خو دا وضاحت نه ورکوي چې زموږ [د ټرمپ حکومت] له شرايطو سره سمه تګلاره ولې پرېښودل شوه.»
د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير ویلي، چې د بايډن اداره همدا راز وضاحت نه ورکوي چې د ملکيانو تر وتلو وړاندې يې ولې د باګرام هوايي اډه پرېښوده او ولې يې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر يوولسمه نېټه له افغانستانه د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړه.
ښاغلي پامپيو دا وضعيت «د رهبرۍ بشپړه ماتې» ګڼلې او زياته کړې يې ده چې د افغانستان فاجعهناک وضعيت پوتين وهڅاوه چې پر اوکراين بريد وکړي.
ده ويلي، چې «کمزوري پاروونکی ده او موږ به کلونه د دې تېروتنو تاوان پرې کوو».
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له افغانستانه د تخليې د بهير په تړاو محرم راپور خپور کړی او په هغه کې يې له افغانستانه د امريکايي نظاميانو د وتلو په اړه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبايډن پر پرېکړو نيوکې شوې دي.
په دې راپور کې راغلي، چې د دواړو ولسمشرانو بايډن او ټرمپ پرېکړو د افغانستان د پخواني حکومت د دوام او امنيت لپاره جدي پايلې درلودې.
تر دې وړاندې د سپينې ماڼۍ يوه راپور له افغانستانه د امريکايي نظاميانو د وتلو د پايلو پړه پر ډونالډ ټرمپ او د هغه پر حکومت اچولې وه.
امريکايي ځواکونه د افغانستان په چارو کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د رییس الوزرا د اوسني مرستيال عبدالغني برادر تر منځ د دوحې هوکړه لیک تر لاسليکېدو وروسته له افغانستانه ووتل.
دا هوکړه ليک په هغو مراسمو کې لاسليک شو چې پامپيو پکې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په حيث ګډون کړی و.
