د خوړو نړيوال پروګرام: تر اکتوبر مياشتې وروسته د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره اړينې سرچينې نه لرو

REUTERS/Sayed Hassib

اطلاعات روز: په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مديرې هيساو وي ‌لي وايي، چې دا بنسټ د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر مياشتې وروسته د افغانستان له خلکو سره د غذايي مرستې لپاره اړينې سرچينې نه لري.

اغلې لي پرون (جمعه، ۹ د چنګاښ) رويټرز ته ويلي، چې «تر يو څو نورو مياشتو پورې یوازې پنځو ميليونه وګړو ته خدمات وړاندې کولای شو، خو تر دې وروسته موږ اړينې سرچينې نه لرو».

په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مديرې ویلي: «زه فکر کوم چې دا موضوع زموږ بېړنی وضعيت ښيي.»

د خوړو د نړيوال پروګرام ارزونه داده چې په اوسنۍ بودیجه او د افغانستان لپاره د نړيوالو هيوادونو د ژمنه شويو مرستو له لارې به د خدماتو په وړاندې کولو کې کمښت له اګست مياشتې څخه پېل شي، په سپټمبر مياشتې کې به خدمات بيرته زيات وي او په اکتوبر مياشت کې به د دې مرستو بهير پای ته ورسېږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مديرې ويلي، چې دا بنسټ له اوسه او بيا د ۲۰۲۴ کال تر مارچ مياشتې پورې د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو لپاره د يو ميليارد ډالرو بودیجې ته اړتيا لري.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی و چې د روان ميلادي کال تر پايه د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو لپاره ۲.۲۶ ميليارد ډالره بودیجې ته اړتيا لري.

همدا راز دې بنسټ راپور ورکړی چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۸.۸ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه