اطلاعات روز: په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مديرې هيساو وي لي وايي، چې دا بنسټ د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر مياشتې وروسته د افغانستان له خلکو سره د غذايي مرستې لپاره اړينې سرچينې نه لري.
اغلې لي پرون (جمعه، ۹ د چنګاښ) رويټرز ته ويلي، چې «تر يو څو نورو مياشتو پورې یوازې پنځو ميليونه وګړو ته خدمات وړاندې کولای شو، خو تر دې وروسته موږ اړينې سرچينې نه لرو».
په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مديرې ویلي: «زه فکر کوم چې دا موضوع زموږ بېړنی وضعيت ښيي.»
د خوړو د نړيوال پروګرام ارزونه داده چې په اوسنۍ بودیجه او د افغانستان لپاره د نړيوالو هيوادونو د ژمنه شويو مرستو له لارې به د خدماتو په وړاندې کولو کې کمښت له اګست مياشتې څخه پېل شي، په سپټمبر مياشتې کې به خدمات بيرته زيات وي او په اکتوبر مياشت کې به د دې مرستو بهير پای ته ورسېږي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مديرې ويلي، چې دا بنسټ له اوسه او بيا د ۲۰۲۴ کال تر مارچ مياشتې پورې د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو لپاره د يو ميليارد ډالرو بودیجې ته اړتيا لري.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی و چې د روان ميلادي کال تر پايه د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو لپاره ۲.۲۶ ميليارد ډالره بودیجې ته اړتيا لري.
همدا راز دې بنسټ راپور ورکړی چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۸.۸ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
