اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې تر سخت باران او توپان وروسته سيلابونه راوتلي چې له امله یې ۱۰ تنه مړه او پنځه کسان ژوبل شوي دي.
د حصارک ولسوالۍ یو قومي مشر روزي خان نن (سې شنبه، ۶ د چنګاښ) وویل، چې تېره شپه او نن سهار حصارک ولسوالۍ کې سخت توپان او باران شوی، چې تر ورښت وروسته سيلابونه راوتلي چې د یادې ولسوالۍ اړوند «غوږيزه» سيمه کې يې دوه ډاډسن موټر وړي دي.
هغه زياتوي، په موټرو کې له سپرو کسانو یې ۱۰ تنه مړه شوي او پنځه نور په ژوبل حالت کې د ځایي خلکو په مرسته له اوبو راويستل شوي دي.
د نوموړي په خبره سيلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.
بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکي هم په حصارک ولسوالۍ کې د سیلابونو راوتل تاییدوي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د بیړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې آمر ادریس ساپی وایي، چې د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیلابونو له امله دوه تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
له دې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په کامې، کوټ، بټي کوټ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.
