د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله ۱۰ تنه مړه شول

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت  په حصارک ولسوالۍ کې تر سخت باران او توپان وروسته سيلابونه راوتلي چې له امله یې ۱۰ تنه مړه او پنځه کسان ژوبل شوي دي.

د حصارک ولسوالۍ یو قومي مشر روزي خان نن (سې شنبه، ۶ د چنګاښ) وویل، چې تېره شپه او نن سهار حصارک ولسوالۍ کې سخت توپان او باران شوی، چې تر ورښت وروسته سيلابونه راوتلي چې د یادې ولسوالۍ اړوند «غوږيزه» سيمه کې يې دوه ډاډسن موټر وړي دي.

هغه زياتوي، په موټرو کې له سپرو کسانو یې ۱۰ تنه مړه شوي او پنځه نور په ژوبل حالت کې د ځایي خلکو په مرسته له اوبو راويستل شوي دي.

د نوموړي په خبره سيلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.

بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکي هم په حصارک ولسوالۍ کې د سیلابونو راوتل تاییدوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د بیړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې آمر ادریس ساپی وایي، چې د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیلابونو له امله دوه تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

له دې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په کامې، کوټ، بټي کوټ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه