د «مقاومت جبهه»: طالبان د هيواد شمال او لوېديځ ته د زرګونو ترهګرو په لېږد سره د قومونو پر ګډ ژوند وروستی ګوزار کوي

Via National Resistance Front of Afghanistan

اطلاعات روز: د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» د هغه څه په غبرګون کې چې ده د افغانستان شمال «وزیرستاني کول» بللي ویلي، چې طالبانو په شمال ختيځ او شمال لوېديځ ولايتونو کې د سيمه‌ييزو ترهګرو د ځای پر ځای کولو خطرناک ماموريت پيل کړی دی.

دې جبهې په خپله اعلاميه کې چې نن (پنج‌شنبه، ۱ چنګاښ) يې خپره کړې ويلي، چې «د افغانستان شمالي او لوېديځو ولايتونو ته د زرګونو وسله والو تروريستانو په لېږد سره طالبان د هيواد د قومونو پر ګډ سولييز ژوند او يوالي وروستی ګوزار کوي».

د «مقاومت جبهې» زياته کړې : «موږ د تروريستانو د ځای پر ځای کولو د مخنيوي او اشغال د ختمولو لپاره د داخلي او سيمه‌ييزو تروريستانو پر وړاندې د مبارزې او مقاومت له دوام پرته، بله لار نه لرو.»

دې جبهې ادعا کړې، چې طالبان د پاکستان له دولت سره د «يوه شرموونکي تړون په چوکاټ کې» او همدا راز ځينو څرګندو پاکستاني کړيو او نورو هيوادونو سره يو ځای هڅه کوي چې د افغانستان شمال ختيځ، شمال او لوېديځ په وزيرستان بدل کړي او د تمدني حوزې جيوپوليټيک بدل کړي.

د «مقاومت جبهې» په وينا، د طالبانو دا اقدامات ګاونډيو هيوادونو او سيمې ته د خطر زنګ دی.

د «مقاومت جبهې» زياته کړې، چې د افغانستان په شمال ختيځو، شمالي او لويځو سرحدي کرښو کې د «تروريستانو» ځای پر ځای کول د سيمې د بې ثباته کولو پروژه او په دې هيوادونو کې د سياسي، ټولنيز او اقتصادي نظم خرابول دي.

طالبان مني چې «وزيرستاني کډوال» د پاکستان له کرښې لېرې کوي. د طالبانو په وينا، د هغوی يو شمېر شمال ته لېږدول کېږي.

د طالبانو د نيوکه کوونکو په اند، «وزيرستاني کډوال» ټول پاکستانيان دي چې د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای کېږي.

د هيواد شمال ته د «وزيرستاني کډوالو» لېږد پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه