اطلاعات روز: د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» د هغه څه په غبرګون کې چې ده د افغانستان شمال «وزیرستاني کول» بللي ویلي، چې طالبانو په شمال ختيځ او شمال لوېديځ ولايتونو کې د سيمهييزو ترهګرو د ځای پر ځای کولو خطرناک ماموريت پيل کړی دی.
دې جبهې په خپله اعلاميه کې چې نن (پنجشنبه، ۱ چنګاښ) يې خپره کړې ويلي، چې «د افغانستان شمالي او لوېديځو ولايتونو ته د زرګونو وسله والو تروريستانو په لېږد سره طالبان د هيواد د قومونو پر ګډ سولييز ژوند او يوالي وروستی ګوزار کوي».
د «مقاومت جبهې» زياته کړې : «موږ د تروريستانو د ځای پر ځای کولو د مخنيوي او اشغال د ختمولو لپاره د داخلي او سيمهييزو تروريستانو پر وړاندې د مبارزې او مقاومت له دوام پرته، بله لار نه لرو.»
دې جبهې ادعا کړې، چې طالبان د پاکستان له دولت سره د «يوه شرموونکي تړون په چوکاټ کې» او همدا راز ځينو څرګندو پاکستاني کړيو او نورو هيوادونو سره يو ځای هڅه کوي چې د افغانستان شمال ختيځ، شمال او لوېديځ په وزيرستان بدل کړي او د تمدني حوزې جيوپوليټيک بدل کړي.
د «مقاومت جبهې» په وينا، د طالبانو دا اقدامات ګاونډيو هيوادونو او سيمې ته د خطر زنګ دی.
د «مقاومت جبهې» زياته کړې، چې د افغانستان په شمال ختيځو، شمالي او لويځو سرحدي کرښو کې د «تروريستانو» ځای پر ځای کول د سيمې د بې ثباته کولو پروژه او په دې هيوادونو کې د سياسي، ټولنيز او اقتصادي نظم خرابول دي.
طالبان مني چې «وزيرستاني کډوال» د پاکستان له کرښې لېرې کوي. د طالبانو په وينا، د هغوی يو شمېر شمال ته لېږدول کېږي.
د طالبانو د نيوکه کوونکو په اند، «وزيرستاني کډوال» ټول پاکستانيان دي چې د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای کېږي.
د هيواد شمال ته د «وزيرستاني کډوالو» لېږد پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
