اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په ګډون د دې سازمان کارپوهانو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له شديد تبعيض سره مخ دي او ښايي د جنسيت او جنسيتي اپارتايډ له مخې بشر ضد جنايت وګڼل شي.
دا اعلاميه پرون (دوشنبه، ۲۹ د غبرګولي) د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه د بشري حقونو د شورا له غونډې سره هم مهاله خپره شوې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي، چې د طالبانو پرلپسې فرمانونو ښځې او نجونې په ټولو برخو کې محدودې کړي چې تر ټولو عمده محدوديت او بنديز له کار او زده کړو څخه د ښځو او نجونو محروميت دی.
دوی زياته کړې، چې طالبان غواړي د یوه سيسټماټيک تبعيض له لارې پر ښځو او نجونو بشپړه سلطه ولري.
همدا راز د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ښځو او نجونو د قانوني ملاتړ د نشتون او د هغوی پر خلاف د تبعيض او تاوتريخوالي د عادي کېدو په اړه قوي اندېښنه ښودلې ده. د دوی په وينا، ښځې او نجونې عدالت ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ګډ راپور ښيي چې کومې ښځې او نجونې د جنسيتي تاوتريخوالي قربانيانې دي، بدترينې جسمي او رواني ځورونې زغمي او د پناهځای په څېر خوندي ځايونو ته لاسرسی نه لري.
د کارپوهانو په وينا، دوی داسې راپورونه موندلي چې ښځو پوليسو ته د تاوتريخوالي راپور ورکړی دی، خو دوی ته ويل شوي چې «بايد شکايت ونه کړي».
د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي، چې روغتيايي مراقبتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود شوی دی، کورنی تاوتريخوالی، جبري او کم عمره ودونه، د ماشومانو او د بدن د غړو پلور، د ماشومانو کار، قاچاق او خطرناک مهاجرت زيات شوی دی.
دوی ټينګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر خلاف د هغوی د جنسيت له مخې کوم تبعيض کېږي د نړۍ په کچه بې مخينې دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو زياته کړې، چې په دې هيواد کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو شديد محروميت ته رسيدګي او د هغو پای ته رسول هيڅ ضروري نه دي ګڼل شوي.
