د ملګرو ملتونو کارپوهان: افغانستان کې ښځې او نجونې له سخت تبعيض سره مخ دي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په ګډون د دې سازمان کارپوهانو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له شديد تبعيض سره مخ دي او ښايي د جنسيت او جنسيتي اپارتايډ له مخې بشر ضد جنايت وګڼل شي.

دا اعلاميه پرون (دوشنبه، ۲۹ د غبرګولي) د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه د بشري حقونو د شورا له غونډې سره هم مهاله  خپره شوې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي، چې د طالبانو پرلپسې فرمانونو ښځې او نجونې په ټولو برخو کې محدودې کړي چې تر ټولو عمده محدوديت او بنديز له کار او زده کړو څخه د ښځو او نجونو محروميت دی.

دوی زياته کړې، چې طالبان غواړي د یوه سيسټماټيک تبعيض له لارې پر ښځو او نجونو بشپړه سلطه ولري.

همدا راز د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ښځو او نجونو د قانوني ملاتړ د نشتون او د هغوی پر خلاف د تبعيض او تاوتريخوالي د عادي کېدو په اړه قوي اندېښنه ښودلې ده. د دوی په وينا، ښځې او نجونې عدالت ته  لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ګډ راپور ښيي چې کومې ښځې او نجونې د جنسيتي تاوتريخوالي قربانيانې دي، بدترينې جسمي او رواني ځورونې زغمي او د پناهځای په څېر خوندي ځايونو ته لاسرسی نه لري.

د کارپوهانو په وينا، دوی داسې راپورونه موندلي چې ښځو پوليسو ته د تاوتريخوالي راپور ورکړی دی، خو دوی ته ويل شوي چې «بايد شکايت ونه کړي».

د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي، چې روغتيايي مراقبتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود شوی دی، کورنی تاوتريخوالی، جبري او کم عمره ودونه، د ماشومانو او د بدن د غړو پلور، د ماشومانو کار، قاچاق او خطرناک مهاجرت زيات شوی دی.

دوی ټينګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر خلاف د هغوی د جنسيت له مخې کوم تبعيض کېږي د نړۍ په کچه بې مخينې دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زياته کړې، چې په دې هيواد کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو شديد محروميت ته رسيدګي او د هغو پای ته رسول هيڅ ضروري نه دي ګڼل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه