طالبانو لغمان کې پر یوه کس د «قصاص حکم» پلي کړ

انځور: پښتو CMG

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د لغمان ولایت مرکز کې یې پر یوه سړي عام محضر کې د «قصاص حکم» تطبیق کړی دی.

د طالبانو سترې محکې نن (سې‌شنبه، ۳۰ د غبرګولي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اجمل په نوم کس باندې یې وروسته له هغه د «قصاص حکم» تطبیق کړی چې څه موده وړاندې یې د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې پنځه کسان وژلي وو.

خبر پاڼه زیاتوي، چې اجمل اصلي د کابل د ګلدرې ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې په لومړۍ پیښه کې یې د قرغیو ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي جمعه خان څلور اولادونه، درې زامن او یوه لور یې د شپې له لوري وژلي وو او په دوهمه پېښه کې یې د سیدولي په نوم یو کس په ډزو وژلی و.

خبرپاني کې دا نه دې ذکر شوی چې اجمل کله یاد کسان وژلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په وینا، پر یاد کس د طالبانو د درې ګونو محکمو له لوري د «قصاص» حکم صادر شوی و چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله اخوندزاده تر تایید وروسته پرې جاري شو.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د قصاص په دغو مراسمو کې ګڼو طالب چارواکو او عام وګړو برخه اخیستې وه.

یاده دې وي چې طالبانو تېر کال په فراه ولایت کې د تاجمیر په نامه یوه کس باندې هم د «قصاص حکم» پلي کړی و، چې هغه مهال د طالبانو یاد کار د بشري حقونو او لویدیځو هیوادونو له سختو نیوکو سره مخ شو او دا کار یې یو «غیر انساني» عمل یاد کړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه