اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د لغمان ولایت مرکز کې یې پر یوه سړي عام محضر کې د «قصاص حکم» تطبیق کړی دی.
د طالبانو سترې محکې نن (سېشنبه، ۳۰ د غبرګولي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اجمل په نوم کس باندې یې وروسته له هغه د «قصاص حکم» تطبیق کړی چې څه موده وړاندې یې د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې پنځه کسان وژلي وو.
خبر پاڼه زیاتوي، چې اجمل اصلي د کابل د ګلدرې ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې په لومړۍ پیښه کې یې د قرغیو ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي جمعه خان څلور اولادونه، درې زامن او یوه لور یې د شپې له لوري وژلي وو او په دوهمه پېښه کې یې د سیدولي په نوم یو کس په ډزو وژلی و.
خبرپاني کې دا نه دې ذکر شوی چې اجمل کله یاد کسان وژلي دي.
د طالبانو سترې محکمې په وینا، پر یاد کس د طالبانو د درې ګونو محکمو له لوري د «قصاص» حکم صادر شوی و چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله اخوندزاده تر تایید وروسته پرې جاري شو.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د قصاص په دغو مراسمو کې ګڼو طالب چارواکو او عام وګړو برخه اخیستې وه.
یاده دې وي چې طالبانو تېر کال په فراه ولایت کې د تاجمیر په نامه یوه کس باندې هم د «قصاص حکم» پلي کړی و، چې هغه مهال د طالبانو یاد کار د بشري حقونو او لویدیځو هیوادونو له سختو نیوکو سره مخ شو او دا کار یې یو «غیر انساني» عمل یاد کړ.
