«نړيواله ټولنه دې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وروستي راپور ته پام وکړي»

انځور: deccanherald.com

اطلاعات روز: د «افغانستان د اسلامي جمهوريت» ډيپلوماټيکو استازوليو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې د ټيم د راپور هرکلی کړی دی.

دې استازوليو نن (دوشنبه، ۲۲ د غبرګولي) يوه اعلاميه خپره کړې او هېله يې ښودلې چې دا او دې ته ورته راپورونه به وکولای شي چې د «افغانستان د خطرناک کړکېچ» لور ته د نړيوالې ټولنې پام راواړوي.

د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو همدا راز ويلي، چې د يوې سياسي پروسې د پېل لپاره چې وکولای شي يو ټول ګډونه او «ولس‌محوره» دولت جوړ کړي، د سيمه‌ييزو او نړيوالو تعاملاتو نوي کېدو ته اړتيا ده.

دوی له تروريستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو درلودلو او د نشه يي توکو په قاچاق کې د دې ډلې د لاس لرلو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د راپور جزيياتو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې دا راپور ښيي چې «د یوه مشروع دولت نشتون» د کړکېچ د ژورېدو لامل کېږي او کولای شي د افغانستان لپاره او له افغانستانه دباندې خطرناکې امنيتي او غير امنيتي پايلې ولري.

د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو ټينګار کړی چې يوازې يو ټول ګډونه او ولس‌محوره دولت د دې وړتيا لري چې د ولس غوښتنې پوره کړي او سياسي ثبات تأمين او د افغانستان ملي وحدت ډاډمن کړي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې ډلې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې طالبان د ۱۹۹۰ کلونو «پښتون‌محوره» او «استبدادي» سياستونو ته ستانه شوي دي.

همدا راز په دې راپور کې راغلي، چې طالبانو د دوحې له هوکړه لیک سره سم له تروريستي ډلو سره اړيکې نه دي پرې کړي او له القاعدې شبکې او پاکستاني طالبانو سره يې اړيکې پر خپل ځای پاتې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا راپور «يو اړخيز، نامتوازن او له واقعيته لېرې» بللی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه