اطلاعات روز: د «افغانستان د اسلامي جمهوريت» ډيپلوماټيکو استازوليو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې د ټيم د راپور هرکلی کړی دی.
دې استازوليو نن (دوشنبه، ۲۲ د غبرګولي) يوه اعلاميه خپره کړې او هېله يې ښودلې چې دا او دې ته ورته راپورونه به وکولای شي چې د «افغانستان د خطرناک کړکېچ» لور ته د نړيوالې ټولنې پام راواړوي.
د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو همدا راز ويلي، چې د يوې سياسي پروسې د پېل لپاره چې وکولای شي يو ټول ګډونه او «ولسمحوره» دولت جوړ کړي، د سيمهييزو او نړيوالو تعاملاتو نوي کېدو ته اړتيا ده.
دوی له تروريستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو درلودلو او د نشه يي توکو په قاچاق کې د دې ډلې د لاس لرلو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د راپور جزيياتو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې دا راپور ښيي چې «د یوه مشروع دولت نشتون» د کړکېچ د ژورېدو لامل کېږي او کولای شي د افغانستان لپاره او له افغانستانه دباندې خطرناکې امنيتي او غير امنيتي پايلې ولري.
د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو ټينګار کړی چې يوازې يو ټول ګډونه او ولسمحوره دولت د دې وړتيا لري چې د ولس غوښتنې پوره کړي او سياسي ثبات تأمين او د افغانستان ملي وحدت ډاډمن کړي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې ډلې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې طالبان د ۱۹۹۰ کلونو «پښتونمحوره» او «استبدادي» سياستونو ته ستانه شوي دي.
همدا راز په دې راپور کې راغلي، چې طالبانو د دوحې له هوکړه لیک سره سم له تروريستي ډلو سره اړيکې نه دي پرې کړي او له القاعدې شبکې او پاکستاني طالبانو سره يې اړيکې پر خپل ځای پاتې دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا راپور «يو اړخيز، نامتوازن او له واقعيته لېرې» بللی دی.
