اطلاعات روز: د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو د مسمومیدو په تړاو د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم په دې اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي نن سهار (چهارشنبه، ۱۷ د غبرګولي) په يوه ټويټ کې د دې مسمومیت د پلټنې او د ماشومانو د امنيت خوندي کولو غوښتنه کړې ده.
وېسټ ليکلي: «افغانان له وېري او محدوديت پرته د تحصيل حق لري».
د دې اونۍ په لومړيو کې ځينو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې وه چې د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ د «آب کلان» سيمې په دوو ابتدايه دولتي ښوونځیو کې شاوخوا ۸۰ زده کوونکې او ښځينه ښوونکې مسمومې شوې دي.
د طالبانو ځايي مسوولينو له رسنيو سره د خبرو پر مهال د دې نجونو مسموميت تاييد کړی و، خو د دې مسموميت د پېښېدو څرنګوالی لا هم روښانه نه دی.
له ناتاييد شوې ادعا سره سم، د زده کوونکو او ښوونکو تر مسموميت يوه شپه وړاندې په سيمه کې نابلد وسله وال کسان ليدل شوي و چې خپل ځانونه يې د طالبانو غړي معرفي کول. دې خلکو ويل چې د امنيت په خاطر راغلي دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې وويل، چې د خلکو له لیدلي حال سره سم، د کومو دوو ښوونځيو زده کوونکې او ښوونکې چې مسمومې شوي، د هغو د حاضرۍ کتابونه هم څيرې شوي دي.
اروپايي ټولنه او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د دې موضوع د ارزونې غوښتنه کړې.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو وياندې نبیله مصر الی پرون (سېشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د يوې اعلاميې له لارې په سرپل کې د ښځينه زده کوونکو او ښوونکو مسموميت «يو کرغېړن جنايت» بللی دی.
اوس مهال د طالبانو د بنديز له کبله نجونې يوازې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کولای شي او تر دې لوړ ټولګي د طالبانو راتګ سره د نجونو پرمخ تړل شوي دي.
