د امريکا ځانګړي استازي په سرپل کې د نجونو د مسمومیدو په اړه سخته اندیښنه څرګنده کړه

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو د مسمومیدو په تړاو د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم په دې اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي نن سهار (چهارشنبه، ۱۷ د غبرګولي) په يوه ټويټ کې د دې مسمومیت د پلټنې او د ماشومانو د امنيت خوندي کولو غوښتنه کړې ده.

وېسټ ليکلي: «افغانان له وېري او محدوديت پرته د تحصيل حق لري».

د دې اونۍ په لومړيو کې ځينو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې وه چې د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ د «آب کلان» سيمې په دوو ابتدايه دولتي ښوونځیو کې شاوخوا ۸۰ زده کوونکې او ښځينه ښوونکې مسمومې شوې دي.

د طالبانو ځايي مسوولينو له رسنيو سره د خبرو پر مهال د دې نجونو مسموميت تاييد کړی و، خو د دې مسموميت د پېښېدو څرنګوالی لا هم روښانه نه دی.

له ناتاييد شوې ادعا سره سم، د زده کوونکو او ښوونکو تر مسموميت يوه شپه وړاندې په سيمه کې نابلد وسله وال کسان ليدل شوي و چې خپل ځانونه يې د طالبانو غړي معرفي کول. دې خلکو ويل چې د امنيت په خاطر راغلي دي.

اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې وويل، چې د خلکو له لیدلي حال سره سم، د کومو دوو ښوونځيو زده کوونکې او ښوونکې چې مسمومې شوي، د هغو د حاضرۍ کتابونه هم څيرې شوي دي.

اروپايي ټولنه او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د دې موضوع د ارزونې غوښتنه کړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو وياندې نبیله مصر الی پرون (سې‌شنبه، ۱۶ د غبرګولي) د يوې اعلاميې له لارې په سرپل کې د ښځينه زده کوونکو او ښوونکو مسموميت «يو کرغېړن جنايت» بللی دی.

اوس مهال د طالبانو د بنديز له کبله نجونې يوازې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کولای شي او تر دې لوړ ټولګي د طالبانو راتګ سره د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه