اطلاعات روز: طالبانو کندهار کې د دولتي روغتیايي علومو انسټیټوټ د زدهکړو له پېل سره سم د دغه انسټیټوټ ټولې ښځينه محصلانې او ښوونکې بېرته خپلو درسونو او دندو ته غوښتې دي.
په دغه ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې توانیدلي چې د طالبانو د امر بالمعروف رياست سره تر ګډې ناستې وروسته يوازې د دولتي روغتیايي علومو انسټیټوټ ښځينه استادانې او زدهکوونکې بېرته خپلو درسونو ته وغواړي.
دوی زیاتوي، د روغتیایي علومو په دغه انسټیټوټ کې ښځينه محصلانې په قابلګۍ، نرسنګ، روان پوهنې او د غاښو څانګو کې زدهکړې کوي.
د دوی په خبره، دا مهال يوازې په کندهار کې د دولتي روغتیايي علومو انسټیټوټ ښځينه استادانې او محصلانې دندو او درسونو ته غوښتل شوي او په خصوصي روغتيايي انسټیټونو باندې خبرې روانې دي ترڅو هغوی هم خپل فعاليتونه بېرته پېل کړي.
د ناتایید شويو شمیرو له مخې دا مهال د کندهار په دولتي روغتیايي علومو انسټیټوټ کې شاوخوا ۶۰۰ ښځينه زده کوونکې په بېلابېلو روغتيايي څانګو کې زده کړې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال طالبانو په ټول هيواد کې په پوهنتونونو او انسټیټونو کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز ولګوه، خو اوس مهال يوازې په کندهار کې په دولتي انسټیټوټ کې د ښځو زدهکړې او دندې بېرته پېل شوې دي.
