کندهار کې د دولتي روغتیایي علومو انسټیټوټ ښځینه ښوونکې او محصلانې بیرته درسونو ته غوښتل شوي

اطلاعات روز: طالبانو کندهار کې د دولتي روغتیايي علومو انسټیټوټ د زده‌کړو له پېل سره سم د دغه انسټیټوټ ټولې ښځينه محصلانې او ښوونکې بېرته خپلو درسونو او دندو ته غوښتې دي.

په دغه ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې توانیدلي چې د طالبانو د امر بالمعروف رياست سره تر ګډې ناستې وروسته يوازې د دولتي روغتیايي علومو انسټیټوټ ښځينه استادانې او زده‌کوونکې بېرته خپلو درسونو ته وغواړي.

دوی زیاتوي، د روغتیایي علومو په دغه انسټیټوټ کې ښځينه محصلانې په قابلګۍ، نرسنګ، روان پوهنې او د غاښو څانګو کې زده‌کړې کوي.

د دوی په خبره، دا مهال يوازې په کندهار کې د دولتي روغتیايي علومو انسټیټوټ ښځينه استادانې او محصلانې دندو او درسونو ته غوښتل شوي او په خصوصي روغتيايي انسټیټونو باندې خبرې روانې دي ترڅو هغوی هم خپل فعاليتونه بېرته پېل کړي.

د‌ ناتایید شويو شمیرو له مخې دا مهال د کندهار په دولتي روغتیايي علومو انسټیټوټ کې شاوخوا ۶۰۰ ښځينه زده کوونکې په بېلابېلو روغتيايي څانګو کې زده کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال طالبانو په ټول هيواد کې په پوهنتونونو او انسټیټونو کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز ولګوه، خو اوس مهال يوازې په کندهار کې په دولتي انسټیټوټ کې د ښځو زده‌کړې او دندې بېرته پېل شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه