اطلاعات روز: که څه هم تېر کال کندهار کې سړې هوا او طبیعي افتونو د شاتو مچيو زيات شمېر فارمونه له منځه وړي، خو د دې ولايت لپاره د طالبانو مسوولین وايي، سږکال دغلته د شاتو مچیو فارمونه ډېر شوي او په خبره يې چې څه باندې پنځه زره کيلو شات به توليد کړي.
په دغه ولايت کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو د مالدارۍ امر محمد حامد وایي، د روان لمریز کال له پېل سره د شاتو مچیو د نسل توليد زيات شوی چې ورسره يو وخت د شاتو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی.
هغه وايي، تازه يې هڅې پېل کړي څو په آبادو او شنو ولسواليو کې د شاتو مچيو فارمونه جوړ کړي څو په همدې برخه کې خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شي.
نوموړي وويل: «تقريبا دوه ويشت فارمه خو اوس موږ فعال لرو، سږکال به له ۵ زره څخه تر ۶ زره کيلو شات موږ توليد کړو.»
په ورته وخت کې کندهار کې د شاتو مچيو د فارم لرونکو د اتحاديې مسوول عبدالباري وايي، پخوا کندهار کې د شاتو پنځوسو لويو فارمونو شتون درلود چې اوس یې شمېر دوه ويشتو ته را ټيټ شوی دی.
د ده په خبره، تېر کال د سړې هوا او نورو طبیعي افتو پرمهال یې زيات شمېر مچې مړې شوي خو سږکال يې په خپلو هڅو پخواني زيانونه بېرته را ګرځولي دي.
نموړي وویل، د ریحانو د موسم شاتو یې نړیوالو بازارونو کې زیات شهرت موندلی چې تر اروپایي او عربي هیوادونو پورې رسیږي.
دغه راز د شاتو مچيو د فارم یو کارکونکی عبيدالله بیا وایي، د شاتو توليد یې ډیر خو پلور یې کم شوی دی.
نوموړی زياتوي چې واکمن حکومت دې د شاتو مچيو د فارم لرونکو ملاتړ وکړي.
ياده دې وې چې تردې وړاندې د کندهار شات نورو بهرنيو هېوادونو ته لکه پاکستان، هند، متحده عربي امارات، فرانسې او ځينو نورو اروپايي هيوادونو ته صادرېدل، خو اوس دغه امکاناتو ته د نه لاسرسي له وجې ياد شات يوازې د کندهار او کابل په بازارونو کې پلورل کېږي چې د مچیو فارم لرونکو په خبره خپل قيمت هم نه ورته جوړوي.
