سږکال کندهار کې د شاتو مچیو حاصلات ډیر اټکل شوي

اطلاعات روز: که څه هم تېر کال کندهار کې سړې هوا او طبیعي افتونو د شاتو مچيو زيات شمېر فارمونه له منځه وړي، خو د دې ولايت لپاره د طالبانو مسوولین وايي، سږکال دغلته د شاتو مچیو فارمونه ډېر شوي او په خبره يې چې څه‌ باندې پنځه زره کيلو شات به توليد کړي.

په دغه ولايت کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو د مالدارۍ امر محمد حامد وایي، د روان لمریز کال له پېل سره د شاتو مچیو د نسل توليد زيات شوی چې ورسره يو وخت د شاتو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی.

هغه وايي، تازه يې هڅې پېل کړي څو په آبادو او شنو ولسواليو کې د شاتو مچيو فارمونه جوړ کړي څو په همدې برخه کې خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

نوموړي وويل: «تقريبا دوه ويشت فارمه خو اوس موږ فعال لرو، سږکال به له ۵ زره څخه تر ۶ زره کيلو شات موږ توليد کړو.»

په ورته وخت کې کندهار کې د شاتو مچيو د فارم لرونکو د اتحاديې مسوول عبدالباري وايي، پخوا کندهار کې د شاتو پنځوسو لويو فارمونو شتون درلود چې اوس یې شمېر دوه ويشتو ته را ټيټ شوی دی.

د ده په خبره، تېر کال د سړې هوا او نورو طبیعي افتو پرمهال یې زيات شمېر مچې مړې شوي خو سږکال يې په خپلو هڅو پخواني زيانونه بېرته را ګرځولي دي.

نموړي وویل، د ریحانو د موسم شاتو یې نړیوالو بازارونو کې زیات شهرت موندلی چې تر اروپایي او عربي هیوادونو پورې رسیږي.

دغه راز د شاتو مچيو د فارم یو کارکونکی عبيدالله بیا وایي، د شاتو توليد یې ډیر خو پلور یې کم شوی دی.

نوموړی زياتوي چې واکمن حکومت دې د شاتو مچيو د فارم لرونکو ملاتړ وکړي.

ياده دې وې چې تردې وړاندې د کندهار شات نورو بهرنيو هېوادونو ته لکه پاکستان، هند، متحده عربي امارات، فرانسې او ځينو نورو اروپايي هيوادونو ته صادرېدل، خو اوس دغه امکاناتو ته د نه لاسرسي له وجې ياد شات يوازې د کندهار او کابل په بازارونو کې پلورل کېږي چې د مچیو فارم لرونکو په خبره خپل قيمت هم نه ورته جوړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه