سږکال د پولیو لومړنۍ مثبته پیښه ننګرهار کې ثبت شوه

انځور: WHO

اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ ننګرهار کې روغتیايې چارواکي وايي، تازه په دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

یوې روغتیایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۲ د غویي) د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ثبت شوې او یو څلور کلن ماشوم په ګوزڼ یا د پولیو په ویروس اخته شوی دی.

سرچینه وایي، د دغه ویروس نمونه د اپرېل په ۱۴مه د ننګرهار په روغتون کې اخیستل شوې او بیا د نورو معایناتو لپاره پاکستان ته لېږدول شوې وه، چې هلته له تشخیص وروسته معلومه شوې چې یاد ماشوم په ګوزڼ یا د پولیو پر ویروس اخته شوی دی.

د روغتیایي سرچینې د معلوماتو له مخې چې، دا په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ کال د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ده چې ننګرهار کې ثبت شوه.

هڅه مو وکړه چې عامې روغتیا وزارت لپاره د طالب مسوولینو نظر هم ولرو خو له پرلپسې تماسونو سره سره  یې ځواب را نه کړ.

د پولیو د نوی پېښې په ثبتیدو سره په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د مثبتو پېښو شمیره له دوو څخه درې ته لوړ شوه له دې پېښې مخکيني هغه يې په کونړ او د پکتیا ولایت کې ثبت شوې وه.

روغتیاپالان وایي، په ختيځه سیمه کې د ګوزڼ د تازه مثبتې پېښې په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.

ټاکل شوې چې د روانې اوونې د دوشنبې په ورځ د هیواد له نورو سیمو په څير په ختیځه سیمه کې هم د پولیو واکسين څلور ورځنی کمپاین پېل شي.

پولیو يوه ساري ویروسي ناروغۍ ده ، چې په انسانانو کې دایمي فلج رامنځته کوي ، روغتیاپالان بیا د دغې ناروغۍ څخه د خلاصون غوره لار د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هر ځلې د پولیو دوه څاڅکو واکسین ورکول اړین بولي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغۍ پکې شته او د نورو لاملونو سربیره دخلکو له لوري واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لاملونه بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه