اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ ننګرهار کې روغتیايې چارواکي وايي، تازه په دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
یوې روغتیایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۲ د غویي) د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ثبت شوې او یو څلور کلن ماشوم په ګوزڼ یا د پولیو په ویروس اخته شوی دی.
سرچینه وایي، د دغه ویروس نمونه د اپرېل په ۱۴مه د ننګرهار په روغتون کې اخیستل شوې او بیا د نورو معایناتو لپاره پاکستان ته لېږدول شوې وه، چې هلته له تشخیص وروسته معلومه شوې چې یاد ماشوم په ګوزڼ یا د پولیو پر ویروس اخته شوی دی.
د روغتیایي سرچینې د معلوماتو له مخې چې، دا په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ کال د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ده چې ننګرهار کې ثبت شوه.
هڅه مو وکړه چې عامې روغتیا وزارت لپاره د طالب مسوولینو نظر هم ولرو خو له پرلپسې تماسونو سره سره یې ځواب را نه کړ.
د پولیو د نوی پېښې په ثبتیدو سره په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د مثبتو پېښو شمیره له دوو څخه درې ته لوړ شوه له دې پېښې مخکيني هغه يې په کونړ او د پکتیا ولایت کې ثبت شوې وه.
روغتیاپالان وایي، په ختيځه سیمه کې د ګوزڼ د تازه مثبتې پېښې په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.
ټاکل شوې چې د روانې اوونې د دوشنبې په ورځ د هیواد له نورو سیمو په څير په ختیځه سیمه کې هم د پولیو واکسين څلور ورځنی کمپاین پېل شي.
پولیو يوه ساري ویروسي ناروغۍ ده ، چې په انسانانو کې دایمي فلج رامنځته کوي ، روغتیاپالان بیا د دغې ناروغۍ څخه د خلاصون غوره لار د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هر ځلې د پولیو دوه څاڅکو واکسین ورکول اړین بولي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغۍ پکې شته او د نورو لاملونو سربیره دخلکو له لوري واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لاملونه بلل کېږي.
