اطلاعات روز: د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو دې ښار کې د داعش پر یوه پټنځای د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د داعش د غړیتوب په تور نیولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو ځواکونو نن سهار (یکشنبه، ۲۰ د وري) د زرنج ښار په تاريخي «ګنج» سيمه کې د داعش غړو پر يوه پټنځاى چې د خلکو د کورونو په منځ کې و، عمليات کړي دي.
يوه سيمه ييزه سرچينه وايي، چې په دې استوګنځي کې د سپکو او درنو وسلو سخته نښته شوې ده.
د سرچينې په وينا، جګړه اوس پاى ته رسېدلې او طالبانو د يوه سړي او دوو ښځو په ګډون درې تنه نيولي دي. سرچينې ادعا کړې، چې نيول شوي کسان د داعش غړي دي.
د نيمروز سيمه ييزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې جګړه کې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نشته.
څو ورځې وړاندې په نیمروز کې هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو او طالبانو ویلي وو چې د داعش پر ضد یې عملیات ترسره کړي دي.
په دې وروستیو کې د بلخ، هرات او پروان په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته نښتې شوې دي.
ادعا کېږي چې طالبانو په دغو عملياتو کې یو شمیر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
