نيمروز کې د طالبانو له لوري د داعش پر پټنځای عملیات؛ دوې ښځې یو نارینه نیول شوي

اطلاعات روز: د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو دې ښار کې د داعش پر یوه پټنځای د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د داعش د غړیتوب په تور نیولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو ځواکونو نن سهار (یکشنبه، ۲۰ د وري) د زرنج ښار په تاريخي «ګنج» سيمه کې د داعش غړو پر يوه پټنځاى چې د خلکو د کورونو په منځ کې و، عمليات کړي دي.

يوه سيمه ييزه سرچينه وايي، چې په دې استوګنځي کې د سپکو او درنو وسلو سخته نښته شوې ده.

د سرچينې په وينا، جګړه اوس پاى ته رسېدلې او طالبانو د يوه سړي او دوو ښځو په ګډون درې تنه نيولي دي.  سرچينې ادعا کړې، چې نيول شوي کسان د داعش غړي دي.

د نيمروز سيمه ييزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې جګړه کې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نشته.

څو ورځې وړاندې په نیمروز کې هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو او طالبانو ویلي وو چې د داعش پر ضد یې عملیات ترسره کړي دي.

په دې وروستیو کې د بلخ، هرات او پروان په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته نښتې شوې دي.

ادعا کېږي چې طالبانو په دغو عملياتو کې یو شمیر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه