اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولايت د پنځو ولسوالیو په لېرې پرتو سیمو کې یې خلکو ته دروغتیایي خدماتو په موخه ۱۰ نوي کلینکونه پرانیستې دي.
د ارزګان ولايت لپاره د طالبانود عامې روغتیا رياست ریيس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، په دغه روغتیایي مرکزونو کي به د ښځینه او نارینه روغتیاپالانو له لوري د واکسین تطبیق، خوار ځواکه ماشومانو ته د تقویتي موادو ویش، د کورنیو لپاره روغتیايي مشورې او د زیږون پر مهال به د میندو لپاره لومړني خدمات تر سره کیږي.
روحاني وویل: «دغه لس کلينکونه د ارزګان ولايت په ۵ ولسواليو کې جوړ شوي چې ټول لګښت ورباندې ۹ سوه زره ډالر راغلی چې مالي لګښت يې PEI سازمان ورکړی او تطبیق کوونکې موسېسه یې OPHCD ده او د ۲۴ مياشتو په موده کې بشپړ شوي.»
په همدې حال کې د OPHCD موسېسې ولايتي مسول ډاکټر محب الله نوري وايي، چې د دغه کلينکونو په مرسته به دوی د زرګونو کسانو درملنه وکړي.
هغه وايي چې دوی غواړي خپل دغه ډول خدمات د دې ولايت په لېرې پرتو سيمو کې هغه کسانو ته ورسوي چې دامهال له روغتيايي خدماتو بې برخې دي.
اخوا بیا د ارزګان د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکي د یادو روغتیایي کلینکونو په جوړیدو خوښ دي او زیاتوي چې له کلونو راهیسې له روغتیایي خدماتو بې برخې او له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دې ولایت د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکو شکایت کاوه چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او په کنډوکپر لار خپل مریضان مرکز ترینکوټ ته رسوي.
