د ارزګان په لېرې پرتو سيمو کې ۱۰ روغتیایي کلينکونه پرانيستل شول

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولايت د پنځو ولسوالیو په لېرې پرتو سیمو کې یې خلکو ته دروغتیایي خدماتو په موخه ۱۰ نوي کلینکونه پرانیستې دي.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانود عامې روغتیا رياست ریيس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، په دغه روغتیایي مرکزونو کي به د ښځینه او نارینه روغتیاپالانو له لوري د واکسین تطبیق، خوار ځواکه ماشومانو ته د تقویتي موادو ویش، د کورنیو لپاره روغتیايي مشورې او د زیږون پر مهال به د میندو لپاره لومړني خدمات تر سره کیږي.

روحاني وویل: «دغه لس کلينکونه د ارزګان ولايت په ۵ ولسواليو کې جوړ شوي چې ټول لګښت ورباندې ۹ سوه زره ډالر راغلی چې مالي لګښت يې PEI سازمان ورکړی او تطبیق کوونکې موسېسه یې OPHCD ده او د ۲۴ مياشتو په موده کې  بشپړ شوي.»

په همدې حال کې د OPHCD موسېسې ولايتي مسول ډاکټر محب الله نوري وايي، چې د دغه کلينکونو په مرسته به دوی د زرګونو کسانو درملنه وکړي.

هغه وايي چې دوی غواړي خپل دغه ډول خدمات د دې ولايت په لېرې پرتو سيمو کې هغه کسانو ته ورسوي چې دامهال له روغتيايي خدماتو بې برخې دي.

اخوا بیا د ارزګان د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکي د یادو روغتیایي کلینکونو په جوړیدو خوښ دي او زیاتوي چې له کلونو راهیسې له روغتیایي خدماتو بې برخې او له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دې ولایت د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکو شکایت کاوه چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او په کنډوکپر لار خپل مریضان مرکز ترینکوټ ته رسوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه